روغتیا وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا یوازې ۳۰مثبتې پېښې ثبت شوي

عزم (‌سه‌شنبه، ۲۵، وږی، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا یوازې ۳۰مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، اوس‌مهال په هېواد کې د کرونا ټولې ۳۸،۸۰۲مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۳۲،۰۸۱تنه ترې رغېدلي او ۵،۲۹۶ تنه لاهم په دغه ناروغۍ ککړ دي.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، تراوسه په هېواد کې د کرونا له امله ۱،۴۲۵تنه مړه شوي دي او ۹۳تنه سخت ناروغان لري.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ شمېره کمه شوې ده او کله نا کله په ټول هېواد کې هېڅ مثبته پېښه نه ثبتېږي.

اوس‌مهال په ټوله نړۍ کې ۲۹مېلیونه په کرونا ککړ شوي، چې امریکا متحده ایالات، هندوستان او برازیل هغه هېوادونه دي، چې مېلیونونه کسان په دغه ناروغۍ ککړ شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، هندوستان، برازیل، روسیه، مکسیکو، پیرو، پاکستان او بولیویا هغه هېوادونه چې دغه ناروغي پکې په چټکۍ خپرېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button