بغلان: د دولتي ځواکونو د هاوانونو برید کې ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم پنجشنبه،۲۷، وږی، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې تیره ورځ د بغلان ولایت،د برکې ولسوالۍ اړوند “چپه” سیمه کې د ملي اردو ځواکونو له پوستې څخه د ولسي خلکو پر کورونو هاوانونه ویشتل شوي چې خلکو ته یې د مالي زیان ترڅنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي.
عیني شاهدان وایي، دغه بریدونه داسې مهال شوي چې سیمه کې د طالبانو هیڅ راز فزیکي حضور نه تر سترګو کیده او په لوی لاس ملکي اهداف په نښه شوي دي.
د سیمې د خلکو د لومړنیو مالوماتو له مخې، دغه برید کې د یوې میرمني په ګډون ۳ اولسي وګړي شهيدان شوي او ۸ نور مرګوني ژوبل شوي دي.
طالبانو برید بشرضده جنایت بللی، خو دولتي چارواکو یې د تیر په څیر په هکله څه نه دي ویلي.
دا برید داسې مهال کې چې په همهاله توګه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ هم پیل شوې او د حکومت ېرحه شوې اجنډا هم د اوربند موضوع ده

د شنونکو په باور حکومت دا ډول بریدونه پر طالبانو د یادې اجنډا د منلو او اوربند ته د غاړې ایښودلو د فشار لپاره کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: