کابل، ناپېژانده وسله والو د ملي امنيت يو افسر وژلی

عزم پنجشنبه،۲۷، وږی، ۱۳۹۹):په کابل کې ناپېژانده وسله والو د ملي امنيت يو افسر په رڼا ورځ وژلی
د هدفي وژنو په لړ کې په موټرسايکل سپرو نامعلومو کسانو د کابل ښار د اتمې حوزې په قلعه چه سيمه کې ۵۲ کلن ډګروال محمد امين حيدري باندې په داسې حال کې ډزې کړې چې د يو خپلوان کور ته په لاره و، د بريد په نتيجه کې ياد افسر ځای په ځای ساه ورکړې.
د ډګروال حيدري کورۍ د هغه ترور تائيدوي او د عدالت د تامين غوښتنه کوي، د هغه لور ستاره وايي، زما پلار نه لومړنی دی او نه به وروستنی وي چې ترور کيږي، (حکومت مشر ته په اشارې) که چېرې عدالت تامينولای شي نو ښه، ګنې بل مسلمان ته دې واک وسپاري تر څو نوره دا وينه توئيدنه بنده شي. په خبره يې، له دې وضعيته خورا ستومانه يوو.
که څه هم حکومت د ولس د خونديتابه په پار درې مياشتې د مخه د امنيتي ميثاق په نامه طرحې د پلي کولو خبر ورکړ خو له دغې طرحې سره هم د امنيتي او جنايي پېښو د کمېدو څرک نه ليدل کيږي.
کابل ښاريان وايي، هدفي وژنې او چور تالان اوج ته رسېدلی، وخت په وخت وينو چې آن امنيتي عسکر په رڼا ورځ ترورکيږي نو مونږ به څه د خونديتابه احساس کوو. په وينا يې، له ماخوستن لمانځه نه وروسته په کوڅو کې تګ راتګ يو ناشونی کار دی.
په ورته وخت کې، تېر مازديګر هم د کابل په شپږمه امنيتي حوضه کې دوو وسله والو مېرمنو يو سينګارتون په داسې حال کې ولوټه او ټوله ګاڼه يې له ځانه سره يوړله چې ناوې پکې سينګارېدله.
د کابل امنيه قومندانۍ بيا خبر ورکوي چې يادې پېښې د دوی تر کشف لاندې دي او ژر به پايلې ته ورسي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: