بلخ کې د افغانستان د علماوو فقهې غونډه وشوه

 

مولوي عبدالحق حماد

د افغانستان د فقهې ټولنې(مجمع الفقه الإسلامي، أفغانستان) له خوا د څو ديني مسائلو د څيړلو په موخه د هېواد په شمال بلخ ولايت مزارشريف ښار، باب العلوم حماديه مدرسه کې څلورمه کلنۍ غونډه ترسره شوه.
دا غونډه د محرم په ۲۹ مه چارشنبې په سهار پيل او د درې پړاوونو په ترڅ کې د پنجشنبې په ماسپښين پای ته ورسېده، په غونډه کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه لسګونه مفتيانو او علماوو په حضوري بڼه او د هند د فقهې ټولنې مشر مولانا خالد سيف الله رحماني صاحب له هندوستان څخه، د اسلامي نړۍ مشهور عالم مفتي محمد تقي عثماني صاحب له کراچۍ څخه او د ايران د سنيانو لوی مفتي مولانا محمد قاسم قاسمي صاحب له زاهدان څخه په ويډيويي بڼه او را لېږلي پيغام له لارې ګډون کړی و.
په دې مجلس کې پر دوو موضوعاتو بحثونه وشول:
لومړی: په کومو صورتونو کې قاضي کولای شي د يوې مسلمانې مېرمنې نکاح فسخ کړي؟
دويم: د شتمنتوب(غنا) معيار څه شی دی، سره زر او که سپين زر؟
پر دواړو مسائلو له وړاندې نه د ټاکل شوو علماوو له لورې ۳۶ مقالې ليکل شوي وې او پر هره مسئله د ليکل شوو مقالو تلخيص د مجلس ګډونوالو ته وړاندې شو، د هرې مسئلې د تلخيص له وړاندې کولو وروسته ټولو ګډونوالو مفتيانو ته وخت ورکول شو چې په اړونده موضوع مناقشه او ازاد بحث وکړي، د بحث د کنترول لپاره درې تنه مشران علماء ټاکل شوي وو چې په اړونده موضوع د نورو مفتيانو نظرونه واوري او بيا د همدې نظرونو په پام کې نيولو سره د مصوباتو د نهائي کولو له کمېټې سره په همغږۍ د مسئلې نهايي بڼه وړاندې کړي.
د ټاکل شوو موضوعاتو د څېړلو ترڅنګ ګډون کوونکو علماوو ګټورې سپارښتنې درلودې:
د فقهې ټولنې رامنځته کېدل يو مهم او ګټور ګام دی چې بايد لاډېر تقويه او پراخ کړل شي.
له همدې لارې دې د دارالافتاوو يووالي ته کار وکړل شي څو د مختلفو او بې بنسټه فتواوو مخه ونيول شي.
د مفتيانو د لا کره والي لپاره دې وخت پر وخت بېلابېل تربيتي پروګرامونه جوړ کړل شي.
د افغانستان علماء بايد هره مسئله چې د جواز څو اړخونه ولري د خپل هېواد له شرائطو سره سم حل کړي او فتوا پرې ورکړي.
حنفي فقه په افغانستان کې د مروجه سکې په ډول ده چې بايد ټول فقهي مسائل د همدې په رڼا کې حل او تطبيق کړل شي.
مفتيان بايد د فتوا په ورکولو کې له نهايت احتياط څخه کار واخلي او هر څوک دې د فتوا ورکولو کې ډېره زړورتيا نه کوي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د دې لړۍ راتلونکې غونډه به په کندهار ولايت کې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: