په افغانستان کې پردیپال واکمنان

عنایت الله خاموش
هوکې، دا یو څرګند حقیقت دی چې کله کوم هیواد د اشغالګرو له لوري اشغال او هلته خپل مخلصین واکمن کړي، بیا نو په هغه هیواد کې د اشغال تر خاتمې وروسته هم، چاري همغه ډول سمبالیږي څنګه چې د اشغالګرو موخه وه. ځکه د اشغال اغېز دومره ژور وي چې د یوه هیواد د ارزښتونو مطابق، د چارو سمبالتیا ډېره ستونزمنه او حتی ناممکنه وي.
په ډېری ځایونو کې داسې پېښ شوي چې کله اشغالګر له کوم هیواد څخه کډې باروي، بیا نو هغه کسان د واک په رأس کې راولي چې دوی ته وفادار وي. ځکه دغه کسان بیا له اشغال وروسته هم د دوی ارادې ښې تمثیلوي او د دوی له اهدافو څخه دفاع کوي.
افغانستان هم یو له همغه هیوادونو څخه دی چې اوس مهال ترې اشغالګر کډې باروي. اشغالګرو دلته په راتګ سره په لومړي سر کې هغه کسان د واک په رأس کې راوستل چې څه ناڅه ولسي قوت یې درلود او په ولس کې یې لیږ مخ درلود-که څه هم بهر کې اوسیدلي ول- او د خلکو له خوی و خاصیت سره بلد ول. خو بیا یې سوکه-سوکه دغه خلک یا ګوښه او یا هم په سبمولیک ډول په واک کې پرېښودل. کله چې دلته د اشغالګرو فکر ترویج او خلک د دوی تر اغیز لاندي راغلل و دوی ته یې د پیسې په مقابل کې چوپړ وهل پیل کړل. بیا یې نو خپل حقیقي ملګري او مخلصین وموندل او د واک په رأس کې یې راوستل.
اوس مهال چې اشغالګر په وتلو دي، ټول هغه کسان یې د واک په رأس کې راوستي چې حتی تر خپلې کورنۍ لا د اشغالګرو ګټو ته ترجیح ورکوي. له وزارتونو و ریاستونو را تېریږو، پارلمان ته به کتنه وکړو چې څه ډول کسان ورته راوستل شوي؟
په پارلمان کې ډېر محدود کسان خلکو په نماینده ګي راغلي. دغه کسان په پارلمان کې داسې حیثیت لري لکه په کلي کې مېلمه چې تش د کلي والو خبرو ته غوږ وي. ځیني یې بیا زور واکان دي چې د هغوی شمېر هم محدود دی. مګر اکثریت یې هغه کسان دي چې د اشغالګرو په پوره مانا تابعدار دي او تر دې مخکې یې هم د اشغالګرو لپاره ښه چوپړ وهلی او هغوی ته یې د امکاناتو په برابرولو کې پوره زحمت ایستلی. دغه کسانو څه د پیسو په زور، څه د سفارتونو په زور او څه هم د معاملې په زور پارلمان ته لاره موندلي. دا هغه کسان دي چې هر لوړ پوړی چارواکی به له دوی سره تر معاملې وروسته ګمارل کېږي او د حاکم له لوري هم هغه کسان ور پېژندل کېږي چې اشغالګرو ته په پوره مانا وفاداره او ککړه ماضي ولري. یعنې فساد، ظلم، غلا، قاچاق او نورو بد فعلیو کې ښکېل وي.
نو دغه اوسني واکمان، ټول اشغالګرو ته وفادار او که اشغالګر له دې خاوري پښې سپکې هم کړي، دوی به د هغه اهدافو لپاره تر اخیرې سلګۍ وجنګېږي چې اشغالګرو یې لپاره زموږ مقدسه خاوره اشغال کړه. دوی به د اشغالګرو د فکر د ترویج او همدارنګه په ټولنه کې د یوه ارزښت په توګه پاتي کېدلو لپاره کار کوي، لکه د اوس په څېر. او تر هغې چې د دغه خلکو ریښې له منځه لاړې نشي او دغه اشغال پلوه فکرونه نابود نکړای شي، تر هغې به موږ نه د تلپاتې سولي او نه به هم د یوه خپلواک و یو موټي اسلامي نظام څښتان شو. ځکه همدغه پردیپال واکمنان او د پردیو کرايي سمبولونه، نه د افغان په درد خوري، نه افغان خاوره د ځان بولي، نه ولس ته درناوی لري، نه خپلواکي و اسلامي ارزښتونه ارزښت ورته لري او نه هم…؛ بلکې یواځې د دې خاورې او خلکو لپاره یو سرخوږی دي او بس.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button