دیوطرفه رسنیو په ضد دپرېکنده اقداماتو اړتیا

دبیان ازادي په نړۍ کي په حقيقي ډول وجود نه لري، بلکه له دغه نوم څخه یوازي دنړۍ مستکبر حکومتونه په ځانګړې توګه غربي هیوادونه دخپلو موخو لپاره کار اخلي او هغوی چي همدا شعارونه بدرګه کوي او دنړۍ مظلوم ولسونه درسنیو دازادۍ ژمنتیا ته وربولي، خپله درسنیو ازادي تر پښو لاندي کوي، همدې هيوادونو له رسنیو څخه ازادي اخیستې او په خپل انحصار کي یې ساتلي دي.

که موږ وګورو، په یوه کفري هیواد کي هم رسنۍ په هغه ډول ازادي نه لري، لکه څنګه چي يې کفري هیوادونه دعوه لري او يايې په مسلمانانو تحميلوي، ځکه نړیوالي رسنۍ دنړۍ دځواکمنو هیوادونو په ځانګړې توګه دعيسایانو او یهودو په ولکه کي دي، همدا لامل دی، چي دغربي هیوادونو، اسرائيلو او دروس په ګډون دنړۍ دنورو ځواکمنو هیوادونو هر ډول جنايات، ظلمونه، ناوړه او بشرضد کړني خوندي پاته کیږي، یوازي او یوازي رسنۍ دمسلمانانو، اسلام، اسلامي هیوادونو، اسلامي کلتور او جهادي ډلو په ضد دیوې ستري حربې په توګه کارول کیږي، چي همدې څه ته غرب دبيان دازادۍ غولونکی نوم ورکوي.

په امریکا کي رسنۍ دا حق نه لري، چي دهري امنیتي پيښي په اړه په ازاده توګه راپور جوړ او نشر کړي، بلکه رسنۍ هغه مهال دداسي ډول پيښو په اړه راپور جوړولی شي، چي کله امریکايي چارواکي ورته دپيښي په اړه خبر ورکړي، ددې لپاره چي دامریکا نړیوال اعتبار ته زیان ونه رسيږي اويا يې په جنايتونو او ظلمونو پرده واچول شي، رسنۍ نشي کولای، چي په امریکا کي دورځنیو پېښېدونکو جګړو، شخړو، بریدونو او نورو پيښو په اړه راپورونه ورکړي، همدا لامل دی، چي په امریکا کي هره ورځ زیاتي امنیتي پيښي رامنځ ته کیږي، چي دامریکاپه داخل کي ددغه هیواد په انتشار، ضعف او له حکومت څخه دامریکايي ولس دکرکي ښکارندويي کوي، خو په سلو کي يې یوازي یوه دوه پېښي رسنيزه کیږي او په نورو ټولو دبیان دازادۍ درواغجن مدعیان پرده اچوي او رسنۍ يې هم په وړاندي هیڅ ډول غبرګون نه ښيي، همدا حال دنورو کفري هیوادونو هم دی.

خو کله چي خبره اسلامي هیوادونو ته راشي، بیا دبیان ازادۍ برعکس وي، ځکه غرب دډالرو په مټ ځیني داسي بې وجدانه او له اسلامي عقيدې څخه خالي کسان اخیستي، چي په مټ يې په اسلامي هیوادونو کي دبیان دازادۍ تر نامه لاندي خپلي موخي پرمخ بیايي، درسنیو په قوانینو ناخبره دغه خرڅ شوي خبریالان دډالرو په نوټو داسي مست شوي دي، چي داسلام، مسلمانانو، اسلامي کلتور، اسلامي عنعناتو، اسلامي هیوادونو، جهاد، اسلامي احکاماتو او اسلامي قوانینو په ضد تبلیغات دبیان په ازادۍ تعبيروي، په اسلامي هیوادونو کي دغربي کلتور دترویج او دغربي ګټو دخوندي کولولپاره نه ستړي کيدونکي هڅي کوي، په نړۍ کي دغرب، اسرائیلو او نورو کفري هیوادونو په ظلمونو پرده اچوي، دمظلومو مسلمانانومظلومیت نه بیانوي، مسلمانان په خپلي عقيدې شکمن کوي، اسلام بدناموي او حق غوښتونکي مسلمانان په ترهګرو معرفي کوي، دمسلمانانو په منځ کي اختلافات اچوي، دمسلمانانو په منځ کي جنجالي مسائل راپورته کوي او په یوه او بل نوم دمسلمانانو ترمنځ دجګړو درامنځ ته کولو کوښښ کوي، په ټوله کي رسنۍ دغرب یوه داسي وسله ده، چي اسلامي هیوادونه پرې تهديدوي او داسلامي نړۍ دتخريب لپاره ترې کار اخلي.

افغانستان هم داسلامي هیوادونو په لړ کي هغه هیواد دی، چي غرب يې دتخريب او بربادي لپاره له هیڅ ډول وسلې او وسيلې څخه درېغ نه دی کړی، په تیرو ۱۴ کلونو کي دغرب له لوري په افغانستان کي درسنیو بازار ډیر تود وساتل شو، په سلګونو رادیوګاني، تلويزونونه، ورځپاڼي او سايټونه جوړ کړای شول او زموږ په ګران هیواد کي داسلام او اسلامي کلتور دله منځه وړلو، دغربي اشغال دتوجیه کولو، دولس داذهانو دفاسدولو، دولس په منځ کي دنفاق داچولو او دغربي کلتور دترويج لپاره یوه طرفه رسنیو ډیر کار وکړ، په ځانګړې توګه دجهاد په ضد يې دافغانانو ذهن سازۍ ته په بې ساري ډول فعالیت ترسره کړ.

همدا لامل دی، چي دغربي پلوه رسنیو دتبلیغاتو ناوړه اغيزي په افغانستان او په ټوله اسلامي نړۍ کي ليدل کیږي او ددغو رسنیو دتبليغاتو دمنفي اغيزو له امله مسلمانان لا زیات دخپل دښمن په مقابل کي کمزوري شوي دي او لا دتنزل په لوري روان دي، چي همدا دغرب او دټولو کفري هیوادونو مقصد دی.

څنګه چي ډیری اسلامي هیوادونه دغرب داغيزي او ویري له امله درسنیو دزهرجنو تبليغاتو مخه نشي نيولای، نوځکه دمسلمانانو سترګي ټولي دجهادي تحريکونو، جهادي خوځښتونو اوتنظیمونو لوري ته ور اوړي، ترڅو اسلامي امت له دې ستري بلا څخه وژغوري، په دې اړه په صومالیا کي دالشباب دجهادي ډلي پالیسي ډیره دستايني وړ ده، هغوی وايي، دکفري نړۍ پوځیان په الوتکو، بمونو او ډول ډول وسلو ورسره جګړه کوي، او خبریالان په مایک، کامره او تبليغاتو ورسره په جګړه بوخت دي، چي دواړه یو دښمن دی، هسي يې سنګرونه توپير لري، نو ځکه هغوی په یوه طرفه کرايي خبریالانو او دهغوی په دفترونو بریدونه ترسره کوي او خپل هدف يې ګرځوي.

څنګه چي مسلمانان ددښمن درسنیو مقابله یوازي او یوازي دخپلو رسنیوپه مټ نشي کولای، ځکه مسلمانان په دې ډګر کي ددښمن په نسبت له کمو امکاناتو برخمن دي، نوځکه باید نوري داسي لاري چاري غوره کړي، چي داسلام دښمنه رسنیو مخه پرې ونیول شي.

دټولو هغو رسنيو دفترونه، کارکونکي او خبريالان چي دغرب له لوري چلول کیږي او تمويليږي، باید بې توپيره هدف وګرځول شي او له منځه یووړل شي.

هغه رسنۍ چي مرکزي دفترونه یې په بهر کي دي، خو خبریالان او فرعي دفترونه یې دلته دهیواد په داخل کي دي، باید همدا فرعي دفترونه او خبریالان يې په نښه کړای شي.

هغه رسنۍ چي دغرب له لوري نه تمويليږي، خو دبیان دازادۍ ترعنوان لاندي داسلام، مسلمانانو او اسلامي کلتور په ضد څرګندوني کوي، باید لومړی وپوهول شي او وروسته يې په ضد اقدام وشي.

دیو طرفه رسنیو په ضد داقداماتو په ترڅ کي باید مجاهدین له دې ویره ونه لري، چي هغوی به دغه اقدام جنګي جرم وبولي اویابه یې خبرونه تحریم کړي، ځکه دا دمجاهدینو مسوولیت دی، چي دخپلي خاوري په څېر اسلامي عقائد هم وساتي او په اسلامي کلتور او اسلامي عقائدو دهر ډول ترسره کيدونکي برید ځواب ورکړي او په دې ډګر کي ځانونه له خدايي مسوولیت څخه خلاص کړي.

دهغو اسلامي هیوادونو مشران چي هیوادونه یې په مستقیم ډول تر اشغال لاندي نه دي باید له یاده ونه باسي، چي همدا رسنۍ يې دولتونو او ملتونو ته دسرطان په څېر زیان لري، چي باید په مخنیوي کي يې دغرب او دغربي ادارې (ملګرو ملتونو) هیڅ ډول فشار ته سر ټيټ نه کړي او لکه څنګه چي خپل هیوادونه له پوځي یرغل څخه ژغوري، باید له دې فکري یرغل څخه یې هم وژغوري.

که چیرته ددغو یوطرفه غربي رسنیو په ضد اقدامات ونه شي، نو هم به مو خپل ولسونه پردي کړي وي، هم به مو په دغه ډګر کي له دښمن څخه ماته خوړلې وي او هم به مو اسلامي عقائد، عنعنات او خپلي ګټي له لاسه ورکړي وي او په دې برسېره به سبا دالله تعالی په وړاندي مسوول یو.

موسی مهاجر

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button