غزل/ شفاعت ریحان

 

کال تېر شو او ستا ديد په ما حرام دی، چې دا ولې؟
بې تا مې دا څو وم سلم ماښام دی، چې دا ولې؟

پاک شوی ترېنه زما د ليونۍ ځوانۍ تصوير دی
لوېدلی دي له سترګو احترام دی، چې دا ولې؟

په ما د ليونتوب څپې راغلي دي، دا څۀ دي؟
او حد د ښکلا تا باندې تمام دی، چې دا ولې؟

پخوا به يې په څنډو د تودې ميني جملې وې
او دا ځل دي راغلی تش سلام دی، چې دا ولې؟

دا ستا ملالې سترګې مې په نۀ څۀ ورته بايلې
ژوندون له زهرو ډک دی، او ناکام دی چې دا ولې؟

چې مخکې به دي زۀ ورنه څارلمه صايبي!
خالي اوس د هغې حجره ګۍ بام دی، چې دا ولې؟

هر ځل يې شفاعت ورته ليکي د زړۀ په وينو
خو يار وايي غزل دې بېخي خام دی، چې دا ولې؟

شفاعت ريحان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: