میدان وردګو کې د هزاره “شیعه” قوم په استازیتوب ګڼو مشرانو له طالبانو سره بیعت کړی

عزم یکشنبه،۳۰، وږی، ۱۳۹۹):د میدان وردګو ولایت نه راپورونه وایی چې ددغه ولایت د هزاره میشتو ولسوالیو مشرانو له طالبانو د ملاتړ په پار له هغوی سره بیعت کړی دی.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د حصه اول او حصه دو ولسوالیو او له دایکندي څخه راغلو شیعه مذهبه هیوادوالو له دوی “اسلامي امارت” سره بیعت کړی او د بشپړ ملاتړ اعلان ډاډ یې ورکړی دی.

طالبانو ویلي، « د اسلامي امارت دعوت او ارشاد کمیسیون مسؤلینو او نظامي مسؤلینو د دوی هرکلی وکړ او د اسلامي امارت لائحو، فرامینو او پالیسۍ په اړه یې پوره معلومات ورکړل.»

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو لورو یو بل ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او په وینا یې چې « راغلو کسانو ژمنه وکړه چې په خپلو وعدو به کلک درېږي او د دښمن په لیکو کې تېروتي ځوانان به هم د مجاهدینو له لیکو سره یو ځای کېدو ته رابولې.»
د یادونې وړ ده چې طالبان په ګڼو هغو سیمو کې چې د شیعه “هزاره” هیوادوالو”اړوند دي، پوځي فعالیتونه لري او د سیمو د امنیت ترڅنګ یې د عام المنفعه پروژو ساتنه او څارنه کوي.
تر دې ور آخواطالبانو ته په دې وروستیو کې د دولتي ځواکونو د تسلیمیدو لړۍ تونده شوې او په ورځنۍ توګه په لسګونو امنیتي منسوبین ورسره یوځای کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button