چا جهان ته تش کدو غوندې سر راووړ ــ چا په سر کې فکر لوی لکه غر راووړ/ الفت

چا جهان ته تش کدو غوندې سر راوړ
چا په سر کې فکر لوی لکه غر راوړ

چا د شمعې په شان يو کور رڼا کړی
چا سحر غوندې له ځان سره لمر راوړ

چا د خدای قهر و غضب راوړ عالم ته
چا د رحم او کرم ښه خبر راوړ

يو ښاخ ګوره تش کوتک شي د وهلو
بل ښاخ ګوره چې يې سيوری ثمر راوړ

له يوه لرګي نه دار جوړ شي بل پل شي
چا له ځان سره خيرونه چا شر راوړ

چا کړه زياته دښمني په دې عالم کې
چا پيغام د محبت د بشر راوړ

د چا لاس کې تېره توره ده ګواښېږي
چا د پوهې او د فکر هنر راوړ

هغه مه هېروۍ هېڅکله عالمه
چې عالم ته يې د مينې اثر راوړ

ارواښاد الفت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: