میدان وردګ: هوایي برید کې ۳۰ تنه د ملي اردو سرتیري وژل شوي

عزم دوشنبه،۳۱، وږی، ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند په ده افغانانو سیمه کې د ملي اردو پر هغو سرتیرو هوایي برید شوی چې د طالبانو لخوا کلا بند شوي وه.
کابل نیوز راپور ورکړی چې ددغه هوایي برید پرمهال لږ تر لږه ۳۰تنه د ملي اردو عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
سرچینه وایي چې برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمیره یې لا نه دی څرګنده شوې.
د سرچینې په وینا، هوایی ځواک وروسته تر درې ورځنۍ محاصرې، یادې سیمې ته استول شوی او کله چې میشتو ځواکونو د نه مرستې له امله طالبانو ته د تسلیمیدو خبر ورکړی، له کوم تفکیک پرته یې پرې له پاسه بمونه اورولي دي.
طالبانو او دولتي چارواکو تر دې مهاله د پیښې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: