۶ کاله وروسته د داعش له لوري ويجاړ شوي کورونه بیا رغول کیږي

عزم (پنجشنبه،۳، تله، ۱۳۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي: وروسته له هغې چې داعش وسله وال په ننګرهار کې ختم شول، سلګونه هغه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې چې د یادې وسله والې ډلې له امله بې ځایه کېدلو ته اړ شوې وې.
دوی وایي، ۶ کاله وروسته د داعشیانو له لوري ویجاړ شوي کورونه بیرته رغول کیږي.
ویل کیږي چې د کورونو د بیا رغونې پروسه د شلټر پروګرام له لوري رسماً په کوټ ولسوالۍ کې پېل شوې چې نورو ولسوالیو ته به هم پراخه شي.
د کوټ ولسوال نجيب الله رحماني په دې اړه رسنیو ته وویل: په کوټ کې د شلټر پروګرام له لوري د داعش وسله والو لخوا د سلګونه ړنګ شويو کورونو بيا رغونه پېل شوې.
ده څرګنده کړه: د تېرو ۶ کلونو پرمهال کوټ ولسوالۍ کې له دولس سوه زيات کورونه، ګڼ شمېر جوماتونه، ښوونځي، سړکونه او نورې ټولګټې پروژې د داعش وسله والو له لوري تخريب او ويجاړې شوې وې.
د ولسوال په خبره: «اوس یو ځل بیا خلک خپلو سیمو ته ستانه شوي او د کورونو په جوړولو یې پېل کړی، چې په دې برخه کې ځینې خیریه ټولنې هم مرسته ورسره کوي.
ده وویل: «اوسمهال د شلټر پروګرام له لوري د ۱۷۰ کورونو د رغولو چارې پېل شوې او پاتې نور کورونه به هم په تدریجي ډول ورغول شي».
بل لور ته د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي له حکومت نه غواړي، چې د ټولو کورونو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.
باید وویل شي، چې له ۱۳۹۳ کال راهیسې داعش وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې زرګونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول او د هغوی استوګنځایونه یې ویجاړ کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button