د بشري حقونو کمېسیون: شمالي ولایتونو کې د ملکیانو د مړینې کچه زیاته شوې

عزم (پنجشنبه،۳، تله، ۱۳۹۹): په افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلي: شمالي ولایتونو کې د ولسي خلکو د مړینې کچه زیاته شوې ده.
د یاد کمېسیون له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي، چې سږ کال یوازې په ۴ شمالي ولایتونو کې له ۳۵۰ زیاتو ولسي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په بلخ کې د بشر حقونو د سیمه ییز دفتر رئیس سید محمد سامع وايي: د روان کال له پیله په بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو کې ۳۷۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۱۱۱ تنه پکې وژل شوي او ۲۶۸ نور ټپیان دي.
دی وايي: ملکي وګړیو ته تر ټولو زیات تلفات په بلخ ولایت کې اوښتي دي.
نوموړی زیاتوي: په روان ۱۳۹۹ کال کې د تېر کال په نسبت د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې او یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د دوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۳۱ ملکي کسانو ژوند بایللی او ۱۰۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ده په وینا: په وژل شویو او زخمیانو کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.
سامع څرګندوي: د جګړو د زیاتوالي له امله ولسي خلک اندېښمن دي.
تر اوسه د جګړې ښکیلو اړخونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: