امنیت شورا رحمت الله اندړ د ویاند په توګه وګماره

عزم پنجشنبه، ۳، تله، ۱۳۹۹):امنیت شورا خبر ورکړی چې خپلو تشکیلاتو کې یې رحمت الله اندړ د دغه بنسټ دویاند په توګه ګمارلی دی.

رحمت الله اندړ چې د اربکیانو لیکو کې د فعال کار ترڅنګ یې  له کلونو را په دې خوا  د طالبانو پرضد خپرونې کولې او د ملي امنیت شورا کې یې د سلاکار دنده درلوده، د امنیت شورا رسنیز پوسټ ته نومول شوی دی.
امنیت شورا ویلي چې اندړ د اشرف غني په حکم ټاکل شوی او په وینا یې چې «نوموړی دوه ماسټریانې، یوه په دیني علومو او عربي ژبه او بله یې د ښوونې او روزنې په مدیریت کې لري او په پښتو، عربي، دري او انګلیسي ژبو باندې خبرې کولای شي.»

د یادونې وړ ده چې د محلي پولیسو “اربکیانو”کې تر فعالیت وروسته، نوموړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي سلاکار او بیا د ملي امنیت شورا په دفتر کې د علماوو او دیني چارو د رییس او سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.
شنونکي وایي، امنیت شورا داځل د تیر په خلاف له دیني زدکړو یو څه خبر فرد رسنیز پوسټ ته رامخکې کړی ترڅو لږ تر لږه، رسنیزو بحثونو کې له مذهبي اړخه ددغه ارګان د پاروونکو کړنو نمایندګي وکړای شي.

بلخوا یادې شورا ویلي چې پخوانی ویاند “جاوید فیصل” یې د دغه بنسټ د سیاسي سلاکار په توګه ټاکلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button