چې د يار له پاکو وينو پوره نه شو ـــ کبرجنې سولې څومره دې ولور دی؟!/ مسرور درمل

غزل

پاڼې پاڼې دی، زخمي پرهر پرهر دی
په سپېرو خاورو کې پروت مې ګل دلبر دی

چې د يار له پاکو وينو پوره نه شو
کبرجنې سولې څومره دې ولور دی؟

بوره مور دې خوښۍ نه لري په زړه کې
شهيد شوی دې شهيده برادر دی

آزادۍ د تا به هم زړه پرې خوږیږي
درنه ځار نن داسې ګل نازک بشر دی

عمري عدل به بيا پرې حاکميږي
دا هېواد مې د ملنګ ملا عـ‌مـ‌ر دی

ستا د غاړې هار جوړيږي له ګلونو
ټولوم درمل، ګلاب دی که صدبر دی

مسرور_درمل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button