بدخشان: ۳قوماندانان له ۶۰مسلحو عسکرو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي

عزم شنبه، ۵، تله، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ اړوند سیمو کې په لسګونه تنه د دولت امنیتي منسوبین له طالبانو سره ملګري شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د «(عنایت، هوس خان او امان الدین) په نامه درې تنه قوماندانان له خپلو ۶۰ تنو مسلحو افرادو سره یو ځای د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له مجاهدینو سره یوځای شول.»

مجاهد زیاته کړې ده چې د یادو امنیتي منسوبینو په تسلیمیدو سره ډيرې پراخې سیمې ددولت پلوه ملیشو له وجود څخه تصفیه شوې ده.

تر اوس دولتي چارواکو دې پیښې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې دې وروستیو کې طالبانو ته د دولتي ځواکونو د تسلیمیدو لړۍ پراخه شوې او هره ورځ په ګڼ شمیر عسکر له خپلو اړوند دندو راپه شا او له طالبانو سره ملکري کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button