ډاکټر نجیب چا وواژه؟

 

عبدالحنان همت
دطالبانو دحاکمیت پر وخت مې دمیزان دشپږمې په مناسبت دکابل له فاتح ملا عبدالرزاق اخند سره مرکه درلوده، ملا عبدالرزاق دشهید ملا بورجان اخند له شهادته وروسته دکابل دفاتح لښکر مشري پر غاړه درلوده او دا وخت د افغانستان داخله وزیر و.
دمرکې په جریان کې مې دنجیب دمرګه په اړه ځیني وپوښتل:
چې چا مړ کړ، څنګه مړسو او ولي مو مړ کړ؟
ځکه هغه وخت هم ځینو مغرزو کړیو اوازه ګډه کړې وه چې کواکي نجیب دای اس ای لخوا ووژل سو.
ملا عبدالرزاق اخند وویل چې دنجیب دمرګ په اړه له کندهاره. دامیرالمؤمنین له دفتره هغه وخت هدایت را ورسید چې موږ لا کابل ته نه و داخل سوي، بیا مو په لته بند کې دجګړې ټول قومندانان را وغوښتل، ټولو په ګډه فیصله وکړه چې نجیب باید په همغه لومړیو حالتونو کې مړ سي، ځکه که یوځل پاته سو او خبره تر میډیا او نړیوالو ورسیده بیا یې مرګ راته ګرا نیږي.
نو کله چې موږ دکابل ښار ته داخل سو، څو نفره مو له ارګه ور ولیږل چې نجیب ووژني، دا چې ځای یې چاته نه و مالوم، دکابل دچکرې څو طالبانو وویل چې موږ ته د ملګرو ملتونو دفتر رامالوم دی، کله چې دوی ورغلي وو، د دفتر دروازه یې نه ورته خلاصوله، دوی دوه نفره پر دروازه ور واوښتل او خپلو ملګرو ته یې دروازه خلاصه کړه، نجیب یې را وایست دملګرو ملتونو دفتر تر اریاناچوک لاندي دزنبق څلور لارې ته څېرمه واقع دی، دوی څو قدمه داریانا چوک خواته تر دفتر تېر سوه او په همدې حالت کې زموږ نور ملګري هم دارګ لخوا ورورسیدل نجیب او ورور یې له موټره شیوه کړی او همدلته یې پر دغه عام سړک ووژل.
ما پوښتنه ځیني وکړه چې هغه طالب چې نجیب یې وواژه، څه نومیږي او زه یې لیدلی سم؟
ملا عبدالرزاق اخند وخندل، ویل هغه دلته په مجلس کې ناست دی خو دامنیتي ملحوظاتو له امله یې نوم نسو افشا کولی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button