چارواکي: کابل کې د نشه یي ګولیو او شرابو خرڅلاو زیات شوی

عزم (یکشنبه، ۶، تله، ۱۳۹۹): حکومتي چارواکي وايي: په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل دننه د نشه يي ګولیو او شرابو خرڅلاو زیات شوی دی.
دوی وايي: دغه توکي تر ډیره له ختیځو ولایتونو او هلته له ګاونډي هېواد پاکستان نه قاچاق کیږي.
د چارواکو په خبره: نشه يي ګولۍ ټابلېټ کا چې تر ډیره یې ځوانان او ان د پوهنتونونو محصلین کاروي، په عامو بازارونو کې یې موندنه اسانه شوې ده.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي: په دې وروستیو کې د نشه يي توکو او ټابلېټ کا خرڅلاو ډير شوی دی.
هغه څرګنده کړه: « وړمه ورځ هم په کابل ولايت کې تر لسو زرو ډېرې نشه يي ګولۍ او شراب ونيول شول».
د ده په وینا: د ټابليټ کا په نوم ۱۷۲۲۵ نشه يي ګولۍ چې قاچاقي توګه باندې کابل ته لېږدول کېدلې، په پلچرخي سيمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شوې.
فرامرز زیاته کړه: په دې تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د امنیې قوماندانۍ ویاند وویل: چې د کابل ښار په لومړۍ، لسمه او یوولسمه حوزه کې له ۴ کسانو سره ۱۳۷ بوتلې شراب او له ۴ کیلو زیات ډول ډول نشي هم توکي هم نیول شوي.
باید وویل شي، چې د نشه يي توکو او شرابو په قاچاقي خرڅلاو کې تر ډیره د چارواکو او زورواکو لاس وي؛ خو هغوی تر ډیره له محکمو او څارنوالیو ازاد وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: