بين الافغاني مذاکرات بابيزه مه ګڼئ!

شاهین ارین

تيره د جمعې شپه چې د درسي کتابونو له مطالعې خلاص وم، نو په ټولنيزو رسنيو پسې رامارش شوم، تر ډير عرض او عمقه په کې لاړه، خو په ټولنيزو رسنيو کې چې د تر ډير جر او بحث پرې کيده، هغه په دوحه کې روان بين الافغاني مذاکرات و، چې پر ځينو ډير ښه لګيدل او ځيني ترې ناخوښه ښکاريدل.

د روانو بين الافغاني مذاکراتو په اړه يو د کور دننه نظرونه دې، په هغوی کې يې د کابل اداره مطلقا مخالف کوي، يوازې د امريکې د فشار په ترڅ کې د طالبانو سره مذاکراتو ته کښينستلي دي او ښايي په راتلونکي کې هم د دې پروسه په وړاندې خنډونه ايجاد کړې، او يا يې د امکان تر حده اوږده کړي.

د افغان ولس نظر د سولې د رواني پروسې په اړه څه دا ډول دی، چې نور د ناخوالو، ناامنيو او جګړو له ګرداب تېر شي، يو داسې پر ديني او ملې ارزښتونو ولاړ نظام ته دې لار هواره شې، چې د ولس د فرد فرد د ستونزو او مشکلاتو د حل توان لري، د هيواد د لويشت لويشت مځکي ساتنه او رروزنه وکولی شي او د دې ټولو تر څنګ د ولس د پوهي، فکر او پر مختګ غم هم ورسره وي.

بلخوا د سولې په اړه د طالبانو دريځ د دوو لسيزو څخه د لمر په څېر روښانه او څرګند دی، هغوی پر يو داسې تفاهم باور لري، چې په هيواد کې به د پرديو ځواکونو اډې وجود نه لري، د نړۍ هر هيواد چې د افغانستان سره اړيکې ساتي، هغه يوازي ديپلوماتيکي اړيکي ساتلی شي، افغانان نور هيڅ چاته اجازه نه ورکوي، چې د دوی په خاوره کې دې پوځي، استخباراتي او يا په کور دننه سياست کې لاسوهنه وکړي، يوازيني غوښتنه يې د نظام په اړه د اسلامي نظام ده، چې د ټولو ديني ارزښتونو، عقائدو، شعائرو، احکاماتو او مقدساتو ساتنه په کې شوې وي.

په بهر کې هم ډير خلک او جهتونه د افغان سولي د پروسې په اړه خوشبينه دي، ډير خلک او جهتونه ترې انديښنه لري، خو يوازيني خلک چې تر ټولو ستر انديښنه چې لري، هغه کورني او اروپا ميشت سيکولران دي، هغوی د طالبانو د اسلامي نظام څخه په ويره کې دي، ځکه هغوی پوهيږي، چې که په افغانستان کې اسلامي نظام راشي، نو د دوی د سيکولريزم او بې دينۍ سفسطه به فلج شي، دوی به نور خلک نشي بې دينه کولی، ځکه يې په دې وروستيو کې د اسلامي نظام په اړه ډول ډول درواغ او بهتانونه راپورته کړل، تر څو افغانان د طالبانو د اسلامي نظام څخه وويروي، تيرو ورځو کې چې د منګل باغ د سنګسار ويډيو رسنيز شوه، دا هم د دوی په ارشيف کې پرته وه، چې دوی په دغسې وختونو کې ترې استفاده کوي، بله دا چې د اسلامي نظام په مخالفت کې يوازي سيکولران او بې دينان ويره نه لري، بلکې هغه ټولي باطلې فرقه په انديښنه کې دی، چې اسلام يې د خپلي خوښي سره تحريف کړی، او طالبان د واقعي اسلاميت څخه په ډار کې دي، د بيلګي په توګه د غامدي ځيني پلويان هم د سيکولرانو سره د اسلامي نظام په مخالفت بوخت دي.

په داسې حالت کې موږ هم بايد په کراره کښېننو، او په دوحه کې روان بين الافغاني مذاکرات بابيزه ونه ګڼو، بلکې موږ هم د طالبانو سره په يوه اواز د اسلامي نظام غوښتنه وکړو، د اسلامي نظام د تير وخت د امن سولي او سوکالۍ تاريخونه ياد کړو، د اسلامي نظام له مصلحتونو او ښګڼي خبر کړو، د هغه وخت د اسلام په چتر کې د لويو شو خلکو کردار او کارنامې بيان کړو، خپل ولس ته عامه پوهاوی ورکړو، چې يوازې يې اسلامې نظام د دې څلويښت کلنو ناخوالو، جګړو، او ناامنيو څخه ايستلی شي، د تلپاتي امن، سولي، خوشحالۍ او سوکالۍ په لاره يې روانولی شې او د پوهي، فکر او پرمختګ لوړ هدف ته يې رسولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: