په هېواد کې د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانیستل شوه

عزم (‌‌‌دو‌شنبه، ۰۷، تله، ۱۳۹۹ل): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه وزارت له لوري د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه یې د ۱۰۰مېلیونه ډالرو په ارزښت د هېواد په ۳۴ولایتونو کې پرانیستې ده.

د کرنې چارسمبالی وزیر انورالحق احدي وايي، دغه دوه کلنه پروژه د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا تمویلیږي او د ۲۰۲۲ز کال په اګسټ کې پای ته رسېږي.

د احدي په خبره، ددې پروژې ټولیزه بودیجه ۱۰۰ مېلیونه ډالر ده، چې له دې ډلې ۴۵ مېلیونه یې د افغانستان د بیارغونې صندوق « ARTF» او ۵۵ مېلیونه یې د نړیوال بانک له خوا تمویلېږي.

«کرنې وزارت به ددې پروژې له لارې د اوبو لګولو د کانالونو او چکډمونو پر بیارغونې او احیا، بزګرانو لپاره د اصلاح شویو تخمونو چمتو کول، تولید او وېش، په بزګرانو د کرنیزو توکو وېش، د اوړو د ژرندو د ټولنو وړتیاوې لوړول او تخنیکي همکارۍ، ممیزخونې جوړول او د پیازو او کچالو زېرمتونونو پر جوړولو تمرکز وکړي.»

نوموړی زیاتوي، د خوړو خوندیتوب پروژې په پلي کېدو سره تر راتلونکو دوو کلونو د اوبو لګولو ۱۸۰کانالونه رغول کېږي او د کانالونو د بیارغونې د مدیریت له لارې په ټولیزه توګه څه باندې ۸۵ زره هکټاره ځمکې د کرکېلي تر پوښښ لاندې راځي.

«د غویي د اوومې له کودتا څخه مخکې، د داوودخان په دوره کې موږ څه باندې ۳.۲ میلیون هکټاره اوبیزې ځمکې درلودې او نږدې یو نیم میلیون للمي ځمکو کې کرکېله کېده، خو د کرکېلي وړ للمي ځمکې څه باندې اووه میلیونه هکټاره ځمکه وه. خو له بده مرغه د دوامدارو جګړو په پایله کې زموږ کرنیزې ځمکې ډېرې کمې شوې. سربېره پر دې، چې په تېرو کلونو کې حکومت او ډونران کرنې سکټور ته ډېره پاملرنه کړې، بیا هم زموږ کرنیزې ځمکې د داوود خان د دورې کچې ته نه ده رسېدلې او اوس مهال نږدې ۲.۵ تر ۲.۶ میلیون هکټاره اوبیزې ځمکې لرو.»

دی وايي، د دې پروژې په مټ به وکولی شي، چې د کرنیزو محصولاتو په برخه کې افغانستان پر ځان بسیا کړي.«اوس مهال افغانستان دکال نږدې یو نیم میلیون مټریک ټنه غنم او اوړه له بهره واردوي، خو ددغو وارداتو د مخنیوي په پار باید اوبیزې کرنیزې ځمکې زیاتې شي.»

د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وايي، سږکال د هېواد کرنیز محصولات نږدې ۱۵ سلنه زیات شوي دي. «ددې پروژې په پلي کولو سره موږ کولای شو، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ډېر شمېر ولسوالیو کې خلکو ته دکار زمینه برابره کړو. په ورته وخت کې، په افغانستان کې د اوبولګولو د ۲۸ زره شبکو له ډلې اووه زره شبکې یې غیرفعالې دي، ددې پروژې له لارې به د یادو شبکو یوه برخه فعال او بیاورغول شي او ددې پروژې تر چتر لاندې سیمو کې به د اوبو د ګټې اخیستنې اغېزمنتوب ډېر او د اوبو د ضایعاتو کچه ټیټه شي.»

دی وايي، دغه راز ددې پروژې له لارې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په ۶۰۰ زره بزګرانو ۳۰ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي. د دوو کلونو په لړ کې د ۳۰ زره ټنه اصلاح شويو تخمونو په وېش سره د تر چتر لاندې سیمو د غنمو حاصلات ۱۵ سلنه زیاتیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button