د ولس اکثره وګړي نجیب خائن بولي

عزم( دوشنبه، ۷ تله ۱۳۹۹): د کمونستانو په اړه هسې هم افغانان په ښه نظر نه دي ځکه د افغانستان اوسنی ناورین هم د تیرو کمونستانو ثمره ده او اوسنۍ بدبختۍ همغه د کمونستانو د کودتا زیږنده دي، خو ځینې د پخوانیو کمونستانو پاته شوني بیا غواړی خپل تاریخ د خلکو له ذهنونو لرې کړي.

د طلوع نیوز خبریال چې اکثر وخت په خپل ټویټر اکاونټ نظر پوښتنې خپروي، خو هر وخت یې ځکه وروسته نتیجه نه اعلانوي چې د خلکو نظر د طالبانو پر ګټه وي.

وړمه ورځ یې هم د نجیب په اړه یوه نظر پوښتنه خپره کړې وه چې هغه خائن او که وطنپرست وو، چې په اکثریت رایو سره خائن خواب شوی وو، خو نوموړي د تیر په څیر بیا د دغې نظر پوښتنې د نتیجې په اعلان ځان واچولو او نشر یې نه کړه.

د یادونې وړ دی چې اشرف غني اجازه ورکړې وه تر څو د نجیب تلین د مشورتي لویې جرګې په تالار کې ولمانځل شي، خو د تیر انقلاب اکثرو مجاهدینو مخالفت وښود چې وروسته غني مجبور شي د هغه تلین لمانځل لغوه اعلان کړي او و نه لمانځل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: