د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې چاودنه شوې
عزم(دوشنبه، ۷ تله ۱۳۹۹): له ننګرهار ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې چاودنه شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاني رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې نن سهار لس بجې شاوخوا د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې په یو زرنج موټرسایکل د مقناطیسي بم چاودنه شوې ده چې لږ تر لږه ۳ تنه یې ټپیان کړي دي.
خوږیاڼي دا نه دي ویلي چې ټپیان ملکي وګړي، که دولتي کسان دي، خو زیاته کړې یې ده چې د زرنج چلوونکي روغتیایي وضعیت نازک دی.
هغه وایي ټول ټپیان د دغه ولایت عمومي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
ننګرهار ولایت په ختیځ کې هغه ولایت دی چې وخت ناوخت یې په ښار کې چاودنې او هدفي وژنې ترسره کیږي چې د خینو یې پړه هم څوک نه مني او خلک یې د استخباراتي کړیو کار بولي.