نن ورځ؛ یوځل بیا د تماس ډلې ګډه غونډه کوي

عزم دوشنبه، ۷، تله، ۱۳۹۹):ټاکل شوې ده چې نن ورځ به د افغان جهتونو او طالب استازو تر منځ یوځل بیا د دو جنجالي موضوعاتو د حل کولو پر سر غونډه وشي.
د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې «تمه ده چې نن به هم د بین الافغاني مذاکراتو د تماس ګروپونه ګډ مجلس ولري او په هغو وړاندیزونو او طرحو چې دواړو لوریو یو بل ته وړاندي کړي بحث وشي. »
نوموړی زیاتوي، هڅه داده ترڅو د مذاکراتي‌جریان د مخته وړلو لپاره یوه لاره و ایستل شي.

په همدې حال کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم یوه غړي ملا خیرالله خیرخوا هیله څرګنده کړې چې مذاکرات به له بنبست سره مخ نه شي او هڅه کوي ټولو جنجالي ټکو ته حل لارې پیدا کړي.
بلخوا بیا د افغان جهتونو د مرکچي پلاوي غړی او وياند نادر نادري وايي، د تماس ډلې اوس مهال پر دوو مهمو مسئلو چې د افغانستان د حکومت لپاره له “ارزشي او هويتي” اړخه مهمې دي خبرې او بحثونه کوي.
نوموړي زياته کړه، د تماس ډلو ناسته نن هم ترسره کېږي او دواړه لوري د پاتې دوو موضوع‌ګانو په تړاو خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.
نادر نادري وويل، د تماس دواړه ډلې هڅې کوي يو ګډ تفاهم ته ورسېږي او يو مشترکه لاره رامنځته کړي

په مذاکراتو کې د حنفي فقهې معیار  او له امریکا سره د تړون اساس ګرځول، هغه وړاندیزونه دي چې د کابل مذاکراتي جهتونه یې نه مني او د لویې جرګې او له امریکا سره د کابل د خپرو شویو اعلامیو بنسټ ایښوودل غواړي او ترڅنګ یې د جعفري فقهې پر تعمیل هم ټینګار کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button