طالبانو افغان جهتونو ته د جنجالي موضوعاتو د حل په هکله خپله طرحه سپارلې

عزم دوشنبه، ۷، تله، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د افغان جهتونو او طالبانو ترمنځ د کاري اصولو د جوړولو په برخه کې لا هم ددواړو ډلو د تماس ګروپونو چارې روانې دي.
عزم ته باخبره سرچینو ویلي،د تیر په تعقیب نن له مازدیګر وروسته یوځل بیا د تماس ګروپونو ترمنځ ناسته شوې او دواړو لوریو د حنفي فقهې د مرجع او له امریکا سره د تړون بنسټ بللو په هکله هر اړخیز بحثونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، طالبانو د دغه بندبست د حل لپاره د کابل ټیم ته خپل وړاندیزونه او طرحه سپارلې چې هغوی به تر غور او مشورو وروسته د یادې طرحې ځواب د تماس ډلو خپلمنځي مجلس ته راوړي.

سرچینه زیاتوي، طالبانو هڅې پیل کړې تر څو طرزالعمل ژرنهايي شي او په عمومي ناستو کې د اجنډا پر ټاکلو بحثونه پیل شي.

په همهاله توګه د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق هم ورته څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې «‏د بین الافغاني مذاکراتو تازه جزیات
نن له مازدیګر وروسته د تماس ګروپونو ترمنځ بیا ناسته شوې.د اسلامي امارت لوري جانب مقابل ته خپل وړاندیز او طرحه وړاندې کړې، په راتلونکې ناسته کې به جانب مقابل د وړاندې شوې طرحې ځواب راوړي.
چي طرزالعمل نهايي شي په اجنډا به عمومي ناسته وشي»

د کایل د مذاکراتي ټیم ویاند نادر نادري ویلي، کوم دوه موضوعات چې طالبانو مطرح کړي له وخت وړاندې دي، په داسې حال کې چې دواړه مسائل دوی ته “هویتي” او له “ارزښت ډک” ټکي بریښي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button