سرور دانش: افغانستان په طبي برخه کې ډیر وروسته پاتې ده

عزم(سه شنبه، ۸ تله ۱۳۹۹): د اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش چې نن یې د طبي همغږۍ ملي سپوزیم کې خبرې کولې د افغانستان روغتیایي نظام ډیر وروسته پاتې وباله.

هغه و ویل چې نړیوالو معیارونو ته په پام د نورو هیوادونو په پرتله د هېواد روغتیایي نظام له زیاتو او اندېښمنوونکو ننګونو سره مخ دی.

دانش زیاته کړه چې د ستونزو او ننګونو او د لومړیتوب ټاکلو لپاره، باید د افغانستان طبي سیستم زده کړې او نظام دقیق، ټولیز او په هر اړخیزه توګه بیا وکتل شي.

نوموړي وړاندې و ویل چې افغانستان د سیمې او نړۍ هیوادونو په پرتله د طب برخه کې ډیر وروسته پاته ده او اصلي او واقعي پرمختګ د طب پرمختګ او روغتیایي چوپړونو وړاندې کول دي.

د «طبي همغږۍ دغه ملي سمپوزیم» د ناروغانو د ساتنې په خاطر، د روغتیایي سیستم ځواکمنتیا او د طبي لوړو زده کړو په موخه په کابل کې تر پنجشنبې د دریو ورځو لپاره پر لاره اچول شوی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button