د حسان ضعیف تازه او ښکلی شعر

د کتاب سره مي وکړلې خبري
څه ترخې او څه خوږې لکه شکري

کتاب ما لره ګویان وو ما ژړله
په نمجنو سترګو ما ورله کتله

کتاب داسي حوادث راته بیان کړل
معرفي يې راته داسي شازلمیان کړل

چې په نوم د هر یوه یې کارنامې وي
چې په تن یې د غیرت همت جامې وې

مجاهد به وو مقصد به یې رضا وه
تر سر تاو یې کلیمه د الا الله وه

ترنم یې د اذان وو کلیسا کي
په یورپ کي یا صحرا د افریقا کي

بادشاهان وه پر نړي يې دبدبه وه
توره ډال غشي نیزه یې سرمایه وه

د قدرت نشه يې نه وله په زړو کي
نه خانان وه نه شمار وه په هغو کي

چي به چيرته مصیبت پر مسلمان و
په لبیک ورته ولاړ به يې سلطان و

شرمنده کړله د نن مسلمانانو
په قبرو يې لوبي وکړې کافرانو

د نن عصر مسلمان هغسي نه دي
نه پر لاره د بابا او نه د تره دي

د همدوی په نوم یې ورکړه میډالونه
کړل يې خاوري د اتلو امیدونه

لکه ناوې د غفلت په خوب ویده دي
فیشیني دي مینوال د هندو خره دي

د غیرت ماده شوه مړه د افغانانو
خدایه ښځي پاچاهې کړي پر نرانو

نه پوهیږمه چې دوی که زه نادان یم
زه د نن ورځي پښتون لره حیران یم

د تربور په نوم یې غوڅ کوله سرونه
کړل ټوټه يې د مظلومو اندامونه

د خالد لقب ته ځير نه وه غوږونه
د مارشال رتبې یې ویښ کړل غیرتونه

دغه حال دي د خریلو شبابانو
د فیسبوک او د پبجې د قاتلانو

نن يې خویندي دي تړلي په بیړیو
دوی نازیږي د نیکونو په پګړیو

په ښیښه کي ځان اتل ورته ښکاریږي
ځان سنګار کړي له بریتو څه نه شرميږي

چي يې اور تر کوره راشي کړي کوکاري
هغه نور کاڼه یې نه اوري چغاري

کړي خوبونه پر سپنجونو پر بخملو
شي بی حسه د سرو وینو په لیدلو

د افغان چیغي وهو افغانان نه یو
واکداران ددې هیواد یو پښتانه یو

د بل آس او زموږ کوټي برابر دي
زموږ مشر دی پښتون دی خیر که خر دی

زه د جهل سرکوبي ته اماده یم
که پښتون وي خلکو داسي پښتون نه یم

خدایه مرګ راکړه که نور ذلیله کیږو
پناه غواړو که په دوی کي حسابیږو

زه حسان ضعيف خالقه توبګار يم
زه له دغسي وګړو نه بیزار یم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: