امریکا: که غوښتنه رانه وشي؛ بین الافغاني مذاکراتو کې منځګړتوب ته تیار یو

عزم پنجشنبه،۱۰، تله، ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ پیل شوې خو تر نږدې دریو اونیو وروسته لا هم دواړه لوري د طرزالعمل پر جوړولو سلا ته نه دي رسیدلي؛ تازه په کابل کې د امریکایي سفارت سرپرست “راس ویلسیون” ویلي چې که طالبان او افغان جهتونه له دوی “امریکا” وغواړي، چې بین الافغاني مذاکراتو کې د دریمګړي په توګه ورګډ شي؛ تیار دي چې د منځګړتوب لپاره ګډون په کې وکړي.
نوموړي نن پلازمینه کابل کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال ویلي، امریکا او ځینې نور هیوادونه غواړي چې په دغه بهیر کې خپله همکاري وکړي خو په وینا یې «دا په دې معنا نه ده چې مونږ دې پر هغوی خپلې پرېکړې ومنو »
ویلسیون ټینګار کړی، هر هغه پریکړه چې دوحه کې پرې دواړه لوري توافق کوي، دوی یې ملاتړ کوي.

امریکایي سفیر داسې مهال داڅرګندونې کوي، چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته رسیدلی او هڅه کوي د دواړو مذاکراتي ټیمونو له غړو سره لیدنې ولري.

ځینې نا تائید شوي راپورونه وایي چې د کابل مذاکراتي ټیم څو ورځې وړاندې غوښتل مذاکراتي بهیر کې د رامنځته شوي بندبست له امله دا بهیر پریږدي او کابل ته ستانه شي، خو د امریکا د فشار له امله بیرته له خپلې پریکړې اوښتي دي.
یاید وویل شي چې طالبانو په تیر کې په وار وار ویلي، چې دوی په بین الافغاني مذاکراتو کې د هیڅ کوم لوري مداخله نه مني او افغانان به د دې پروسې د مخته وړلو په موخه خپله هڅې کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button