عبدالله عبدالله: بهرنیانو په افغانستان کې قرباني ورکړې

عزم (جمعه، ۱۱ تله، ۱۳۹۹): د سولې ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي: بهرنیانو په افغانستان کې قربانۍ ورکړې دي.
هغه چې تېره ورځ یې رویټر اژانس او امریکا غږ رادیو سره خبرې کولې؛ ویې ویل: د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او سولې په بهیر اغېزه ونکړي.
نوموړي وویل: هیڅوک هم نشي ویلی چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایله به څه وي؛ خو فکر کوم چې د یاد هېواد په سیاست کې به ډیر بدلون رانشي.
د ده په وینا: «امریکا به هیڅکله هم له افغانستانه په یو وار ټول عسکر و نه باسي، هغوی دلته د ترهګرۍ پر ضد جګړه پیل کړه، د خپلو ګټو او موخو ترلاسه کولو له پاره وجنګېدل او ډیرې قربانۍ یې ورکړې».
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې امریکايي چارواکو له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو بار، بار ټینګار کړی دی.
تېره میاشت د یوروشیا ډلې یو راپور خپور کړی و، چې سږ کال یوازې ۱۵ سلنه امریکایان افغانستان کې پوځي حضور غواړي، حال دا چې تېر کال دغه شمېره ۳۰ سلنه وه.
خو عبدالله عبدالله وايي: داسې فکر نه کوي چې امریکایان به په افغانستان کې ورکړې قربانۍ هېرې کړي او په یو وار به له افغانستان ووځي.
تازه امریکایي چارواکو د عبدالله عبدالله د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: