طالبانو په کړو ژمنو عمل کړی – خلیلزاد

عزم (جمعه، ۱۱ تله، ۱۳۹۹): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې طالبانو د حوت د ۱۰مې په تړون کې په کړو ژمنو تر دې دمه عمل کړی دی.

زلمي خلیلزاد د امریکا NPR راډیو ته ویلي، ”موږ هغوی ازمویلي دي. تراوسه دوی ښوولې چې له کړو ژمنو سره سم روان دي. پر امریکايي ځواکونو باندې کوم برید نه دی شوی. دوی وویل چې له نورو افغانانو سره به کښېني، او دا دی له نورو افغانانو سره ناست دي. اوس به وګورو چې آیا نور هغه پاتې کارونه هم کوي چې دوی یې کولو ته اړ دي که نه“.

ښاغلی خلیلزاد په مرکه کې وايي طالبانو ته یې څرګنده کړې چې د راتلونکي افغانستان په تړاو د امریکا پالیسي به د ښځو له حقوقو سره په چلند مبني وي، ”د ښځو پر ضد تبعیض یوه سره کرښه کېدای شي چې د افغانستان لپاره د امریکا پر پالیسۍ به تر ټولو زیات منفي اغېز ولري“.

خلیلزاد ویلي چې دوی د پخواني شوروي اتحاد په څېر د افغانستان د یوازې ”پرېښودلو“ اشتباه نه تکراروي، ”په عین حال کې د امریکا لپاره یو درس شته چې موږ افغانستان نه شو پرېښودلای او شا نه شو وراړولای. د دې مطلب دا نه دی چې موږ باید پوځي حضور ولرو او یا صرف د پوځي حضور درلودو لپاره جنګ ته دوام ورکړو، بلکې د شرایطو د سمېدو په صورت کې باید خپل ځواکونه وباسو او یا یې له وضعیت سره سم برابر کړو، خو په افغانستان باندې باید پام وساتو … اقتصادي ملاتړ، سیاسي او ډیپلوماټيکې اړیکې باید ورسره ولرو“.

د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د مرکې په پای کې ویلي، ”دا د افغان مشرانو لپاره د ماضي د تېروتنو د نه تکرارولو شېبه ده، چې داسې یو په اجماع-جوړ-شوی نظام جوړ کړي چې ټول مهم لوبغاړي برخه پکې ودرلودلای شي“.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: