د خاورې تر تثبيت، د فکر تثبيت مهم دی!

 

يو وخت د اسلام دښمنانو اسلام په يوناني فلسفه او حکمت ننګول, د حکمت او فلسفې په استناد به يې د مومنانو زړونو ته شکوک ننويستل…

خو د اسلام پلويانو همدې حکمت او فلسفې ته لاره ومونده, يوناني علوم يې ترلاسه کړل بيا يې د همدې علم په مټ د دښمن مکر او فريب خنثا کړ, دښمن ته يې د دښمن په ژبه ځواب ورکړ او شکمنو مسلمانو ته يې معقول قناعت او په خپل ايمان ډاډ ورکړ…

بيا وخت راغی چې د اسلام دښمنانو د ساينس په مټ د اسلام تخريب ته مخه کړه او د ساينس په استناد يې د مومنانو ايمانونو ته چټکې ورکول پيل کړل…

مسلمانانو بيا هم هماغه نسخه وکاروله، ساينس ته يې مخه کړه او همدا علم يې ترلاسه کړ…

خو متاسفانه چې دا وار خړ د لیوه ورور شو, د مسلمانې ټولنې زيات شمير ساينس پوهان د کفرې هغې سره په معنوي او عملي ډګر يوځای شول اوس په ګډه ايمان او مؤمنان ټکوي!!

ايا موږ پوهيږو چې دا وار نتيجه ولي معکوسه شوه !
کله مو ورباندي فکر کړی دی؟؟

که مو تاريخي معلومات د حال په تله وتلل ځواب به ترلاسه شي.

يوناني علومو ته چې مؤمنانو لاره مونده نو د خپل موقف, خپل ګودر او خپل فکر له لاري ورغلل، د هارون رشيد په ادرس ورغلل, هغه هارون چې د اسلامي نړۍ مومن او زړه ور واکمن و, غربي واکمن ته يې په “بلي صاحب” نه ويل، بلکي ورته يې “د روم سپی نيقفور” خطاب کاوه.

د يوناني علم ترلاسه کولو سلسله د مسلمان واکمن تر نظارت لاندي, د مسلمانو استاذانو په مټ او د مسلمانو په خپله ژبه، خپله خاوره او خپلو پيسو پيل شوه …

د وختونو او واکمنيو له بدلون سره سره مسلمانانو د يوناني علومو ترلاسه کولو لپاره د دښمن امکانات او رهبري ونه منله، د دښمن له ژبې يې استفاده ونه کړه، بلکي علماو يې علوم خپلې ژبې ته ژباړل او بيا يې متعلمينو ته عرضه کول.
متعلمينو پلي سفرونه ومنل, فقر او غربت يې ومنل, ساړه ټوکان يې وخوړل, د نه اوسيدو په ګوډلو کې وه اوسيدل خو د دښمن غوږې او پستې غيږې ته يې ځانونه ورنکړل…
هاغه و چې نتيجه يې ترلاسه کړه، خپل فکرونه يې مستقل وساتل او خپل عقائد يې له شبهاتو وژغورل…

برعکس دا وار ساينسي تعليم د دښمن د نانځکو تر نظارت لاندي, د دښمن په ژبه د دښمن په خاوره کې يا په اسلامي خاوره کې د دښمن په مالياتو او امکاناتو ترلاسه کيږي. نو طبعي ده چې نتيجه به يې دښمن ترلاسه کوي!

متاسفانه تراوسه هيڅوک متوجه شوي نه دي، هيڅوک نه غواړي چې د خپلو ځوانانو د تعليم بوج په خپلو اوږو واخلي، بلکي ټول اخته دي پردۍيو ته خپل ځوانان سپاري… تردې چې اوس د پردۍيو روزنه معيار ګرزول شوې ده، څوک چې د پردۍيو په لاس روزل شوی وي, د پردۍيو اسناد ولري هماغه زموږ شخصيت ګڼل کېږي او په موږ باندي يې عزت او تسلط منل شوې پديده وي!

حتی اما رت هم متوجه نه شو, خپلو بچيانو ته يې د خپلو ولسونو او خپلو امکاناتو نه استفاده ونه کړه, بلکي په ټول قوت لګيا دي خپل ځوانان د غرب تيار شوي اخور ته ټيل وهي!!!

مومن ولس بايد متوجه شي، لکه څنګه چې د خاوري استقلال او خپلواکي اړينه ده له هغې نه لس واره د مغزو استقلال او خپلواکې اړينه ده، همدا خپلواکي داسي ګټله کېږي چې خپلو ماشومانو او خپلو ځوانانو ته مو خپل استاذان په خپلو امکاناتو روزنه ورکړي, په خپله روحيه يې سمبال کړي، په خپل دين, خپل کلتور او خپله خاوره يې مين کړي…
خپل يو څاڅکی د پرديو له سمندر نه ګټور ده.

که داسي ونه کړو نو دښمن به مو تل مسخره او مسخر کړي…

عبدالرقيب رقيب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button