خلیلزاد او جنرال میلر له ملا برادر اخند سره کتلي

عزم سه شنبه،۱۵، تله، ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې تیره ورځ ماسپښين مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مامړریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر له ملا برادر اخند او ورسره هیئت سره یې کتلي دي.
نوموړي ویلي چې دغه لیدنه کې دواړو خواوو د دوحې د توافقنامې په ښه تطبیق خبرې وکړې او په وینا یې چې «هغه یې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره مهمه وبلله.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغان جهتونو مرکچي ټیم او د کابل حکومت چارواکي دغه توافقنامه د خبرو اساس او د مسئلې حل نه بولي او پر نورو ناڅرګندو مواردو ټینګار کوي.

ډاکټر نعیم زیاتوي، دواړو لوریو همداراز دتوافقنامې دلاسلیک نه وروسته په شویو اقداماتو بحث وکړ او په وینا یې چې «ددغې توافقنامې دلاښه تطبیق لپاره یې د توافقنامې د متن او محتوی مطابق مخته تلل اړین وبلل.»

د طالبانو سیاسي مرستیال مشر او د سیاسي دفتر رئیس داسې مهال له خلیلزاد او ټیم سره یې ګوري چې تازه د کابل حکومت مشر هم دوحې ته رسیدلی او هلته یې له خپل مذاکراتي سره د لیدنې تر څنګ د کوربه هیواد له مشرانو او په ځانګړي ډول امریکایي چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button