د طالبانو د سیاسي دفتر غړو د یو شمیر رسنیو د رئیسانو سره خبرې کړي

عزم(سه شنبه، ۱۵ تله ۱۳۹۹): له غني سره د تللیو ژورنالیسانو یوه ټولي چې د ځینو مشهورو رسنیو رئیسان هم پکې وو د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره لیدلي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې دغه ناسته نن مازدیګر د سیاسي دفتر د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشری ترسره شوه پکې د دوی د مطبوعاتي ګروپ غړي هم شامل وو چې پکې د طالبانو د پالیسي په اړه خبرې وشوې.

نعیم وردګ وړاندې ویلي چې په دغه ناسته کې د رسنیو د مسئولینو له لوري د یو شمیر موضوعاتو په اړه پوښتنې هم وشوې چې د دوی د مطبوعاتي ګروپ غړو یې سوالونه ځواب کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button