یوناما: د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس لپاره په ګډه چمتووالی نیسي

عزم (‌‌‌‌چهار‌شنبه، ۱۶، تله، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي«یوناما» وايي، ټاکل شوې چې د نومبر میاشتې په ۲۳مه او ۲۴مه د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس په جینیوا کې ترسره شي، چې سر له اوسه ورته چمتووالی نیول شوی دی.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کنفرانس د جینیوا په پالیز ډیس نیشنز کې ترسره کېږي، چې مشري یې افغان حکومت، فنلنډ او ملګري ملتونه کوي.

«د افغانستان د ۲۰۲۰ کال کنفرانس د انتقال د لسیزې (۲۰۱۵-۲۰۲۴) د ژمنو وروستی کنفرانس دی، چې موخه یې پرځان د بسیا کېدو پر لورد دغه هېواد پرمخ بېول دي او تمه کېږي، چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغانستان د پرمختیا او ثبات په تړاو د نړیوالې ټولنې او افغانستان ژمنې تازه شي. »

په خبرپاڼه کې د فنلنډ د ځانګړي استازي یاني تالاس له قوله ویل شوي، په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سولې او پرمختیا، ستراتېژي او پلان او د مرستو په څرنګوالي بحثونه کېږي.

«د افغانستان د ۲۰۲۰ کال کنفرانس لپاره چمتووالی زمونږ له ګډ کوربه‌توب، د افغانستان له دولت او یوناما، سره په ښې همکارۍ او ښه توګه روان دی. په‌دې غیر معمولي وخت کې، دا له بل هر وخت څخه ډیره مهمه ده چې پراختیایي همکاران د افغانستان خلکو سره خپل قوي ملاتړ ته دوام ورکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا هېواد د اوږد مهاله پرمختګ، سولې، سوکالۍ او په ځان بسیاینې په لور روان دی.»

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وايي، په قطر کې د طالبانو او حکومت ترمنځ روانې خبرې هیله بښوونکي دي.

«لکه څرنګه چې په دوحه کې د سولې د خبرو مهم پرمختګ روان دی، نړیواله ټولنه له افغانانو سره د جګړې د پای ته رسولو او د ثبات، سالمې حکومتولۍ او پراخه اقتصادي فرصتونو سره د غوره راتلونکي جوړولو لپاره خپلې ژمنې بیا تازه کوي.»

له مالیې وزارت څخه هم په خپره شوې خبرپاڼه کې د جینیوا کنفرانس ته هیله ښودل شوې، چې نړیواله ټولنه به افغان حکومت سره مرستې وکړي.

د یاد وزارت چارسمبالی وزیر عبدالهادي ارغندیوال ویلي، د ۲۰۲۰ کال کنفرانس د مرستو اغېزمنتوب او دوه اړخیزې حساب ورکونې ته د ژمنتیا لپاره – همدارنګه د روڼوالي، مشروعیت او اغېزمنتیا د ودې لپاره یو ځانګړی فرصت برابروي. د دوه اړخیزې حساب ورکونې په اړه پرمختګ خورا مهم دی.  دواړه، د افغانستان دولت او زموږ نړیوال همکاران باید خپل ځان او یو بل د پرمختیايي سرچینو د کارولو او د پراختیایی پایلو لپاره مسوول وګڼي.

د جینیوا په کنفرانس کې به له ۷۰څخه ډېر هېوادونه، نړیوال بنسټونه او لسګونه چارواکي ګډون وکړي.

په تېرو ۱۹کلونو کې نړیوالې ټولنې له افعان حکومت سره مېلیاردونه ډالر مرستې وکړې، خو په حکومت کې د شته اداري فساد له امله دغه مرستې ډېرې ضایع شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: