کندز کې د طالبانو په برید کې ۶ عسکر وژل شوي او ۱۵ یې ژوندي نیولي

 

عزم(پنجشنبه، ۱۷ تله ۱۳۹۹): د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو په یو برید کې ۶ عسکر وژل شوي، یو شمیر نور ټپیان دي او ۱۵ تنه یې طالبانو له ځان سره ژوندي بیولي.

طلوع نیوز د یوې امنیتي سرچینې له قوله د دغه خبر په ورکولو سره دا منلې چې دغه برید په یوه قرارګاه باندې د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په روضې سیمه کې تیره شپه ۸ بجې شاوخوا رامنځته شوی، چې په ترڅ کې یې ۶ سرتیري وژل شوي، ۶ نور ټپیان دي او ۱۵ یې طالبانو له ځان سره ژوندي بیولي.

یادې سرچینې منلې چې طالبانو له دغې قرارګاه دوه هاموي ټانګونه او ګن شمیر وسلې هم له ځان سره وړي دي.

طالبانو دغه برید په غاه اخیستی ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي چې بیګا شپه یې د امام صاحب ولسوالۍ اړوند روضې سیمه کې هغه قرارګاه نیولې چې د ملکي خلکو پر کورونو یې هاوانونه او توپونه ویشتل.

مجاهد ویلی چې همدا راز یې په قرارګاه کې میشت ۸ تنه عسکر وژلي، ۷ نور یې ټپیان کړي، ۱۵ تنه یې له ځان سره ژوندي نیولي، ۲۱ میله سپکه او درنه وسله او ګڼ شمیر مهمات لاسته ورغلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button