امریکائي یرغل د وحشتونو پيلامه..!

 

لیکوال: صفي الله رائد

۱۹ کاله وړاندې په همدې ورځ (۷ اکتوبر) امریکایانو د داخلي وطن پلورونکو خاینانو په تکیه زمونږ په ګران هیواد یرغل وکړ. امریکا او ورسره همفکري یرغلګرو ملکونو پر ګران هیواد حمله وکړه، له افغانانو سره یې جګړه پیل کړه، د افغانانو (طالبانو) حکومت یې ړنګ او د افغانانو د وژلو، ربړولو، بې عزته کولو او بې کوره کولو لړۍ یې پیل کړې.

په دې جګړه کې په لکونو افغانان شهیدان شول، ووژل شول او بې کوره شول. په لسګونو زره افغانان زندان ته يووړل شول، چې ځینې یې لا هم په زندان کې دې او د امریکایانو تر وحشت لاندې شپې سبا کوي.

هو! د افغانانو په تاریخ کې همدا تر ټولو له وحشت ډکه، بدمرغه او توره ورځ بلل کېږي، چې همدا د افغانانو د غمیزې پیلامه هم شوه. دادی ۱۹ کاله ووتل خو! جګړه نده سړه شوې.
که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د توافق نامې پر اساس جګړه درېدلې؛ امریکایان پر وتو دي مګر له لوري یې پیل شوې جګړه د دوی د لاسپوڅې او غلامې ادارې له خوا روانه ده؛ چې په نتیجه کې یژ جګړه ورځ په ورځ زور اخلي، خونړۍ کېږي، زیاتېږي، خو! کمیږي نه.

د وخت ځېنو غدارو، او خاینو رهبرانو بیا په دې ورځ ـ په پاکه او سېڅلې خاوره د “غت غت” بمونو د غورزولو هیلې او غوښتنې تکرار کړې.
چې د دوی دارمانونو سره سم، یرغلګرو د بمباریو او وژنو لړۍ نه ده تم کړې او هره ورځ مو کلي، بازارونه، کورونه، دیني مدارس او مسجدو بمباریږي. ښځې، سپین روبي او معصوم ماشومان مو پرې شهیدانیږي او دا لړۍ لاهم روانه ده!

نه پوهېږم چې خپلې سپېڅلې خاورې ته دبل په راوستلو او بیا د خپلو په وژلو، بمبارولو کې به د دوی غوښتنې د څه لپاره او په کوم ارمان وي؟
که چېرته دوی داهرڅه د یو څو ډالرو په خاطر کوي او ددې کرغېړنې غلامۍ مجبوریت یې فقط مادیات وي، نو تر دوی بیا زر وارې د بې زبانه حیواناتو ژوند د عزت او غیرت بولم؛ ځکه هغوی غلامي نه شي زغمی، مادیات نه پیژني او بیا دخپل ورور وژل د ده پر وړاندې خو بیخي نه شي زغمی مګر، زمونږ د هیواد خاینین بیا په دې هرڅه قدم ږدې، هرڅه ته تیار، منلی او زغملی شي خو! چې ددوی کورونه ډک خېټې یې ډکې وي.

روسانو هم يرغل کړی و، خو د امريکايانو له يرغل سره یې یو ستر توپیر دا وو؛ چې هغوی به يوازې په سيکولرو طبقو سرمايه ګزاري او په همدوی به یې اکتفا کوله.

خو! امريکايانو د سيکولرو ترڅنګ په ديني ټيکه دارانو هم ډالر وپاشل، چې ښـه لاسته راوړنه یې درلوده؛ ځکه خو د هغوی اشغال په کمه موده کې پای ته ورسېده او ددوی اشغال لا هم دوام لري، ديني پلورل شوي ټيکه دارانو دوی ته د ډالرو او نورو مادیاتو په بدل کې ډير حجتونه او دليلونه وتراشل او د عوامو جاهلان ېې ډېر ددوی د اشغال خدمت ته حاضر او قرباني کړل.

هو! دوی (امریکایانو) ته د ډالرو په زور په رانیول شویو ډلو کې تر ټوپکمارانو ـ دیني ټیکه داران کامیاب ختلي؛ ځکه د همدوی د تراشلو حجتونو او دلایلو په برکت دومره جهال د دوی د اشغال تر چتر لاندې راټول شوي، په رښتیا هم، دا دهمدوی (پلورل شویو دیني ټیکه دارانو) برکت او ثمره ده، چې لا هم د افغانانو ینې دارې وهي.

نوټ: پورتنۍ لیکنه مې درې کاله وړاندې لیکلې وه، دلته مې لږ څه په تغیر بیاځلې نشر کړه.
درنښت
صفي الله رائد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button