د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ د جنایي څانګې یو کارمند ترور شوی

عزم(شنبه، ۱۹ تله ۱۳۹۹): یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې نشر شي وایي چې نن سهار د لوګر مرکز پل عالم ښار کې د امنیه قومندانۍ د جنایي حانګې یو کارمند د کور ترمخ په ډزو وژل شوی دی.

د یاد برید مسئولیت که څه هم تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستی خو په عموم کې دا ډول بریدونو پړه اکثر وخت طالبان مني.

په دې وروستیو کې د لوګر ښار کې دننه بریدونه زیات شوي دي، چې یواځې همدا تیره یوه هفته کې دا دریم برید دی چې ترسره شوی دی.

په ورته وخت کې ولسي خلک وایي چې دولت د امنیت په راوستلو کې ناتوانه دی آن د ولایت مقام په لس متري کې هم طالبان خپل هدف په نښه کولی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button