شمالي کوریا ستر پوځي پریټ ترسره کړی

عزم یکشنبه،۲۰، تله، ۱۳۹۹):د جنوبي کوریا رسنۍ وایي چې د دوی ګاونډي رقیب هیواد “شمالي کوریا” د خپل پخواني مشر د تلین د ۷۵یمې کلیزې په پار، ستر پوځي مانور “پریټ” تر سره کړی دی.

د یونهاپ خبري اژانس له قوله، دغه مانور ته د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دواړو کوریاګانو پر اتحاد ټینګار کړی او د خپلو پوځي وړتیاو د زیاتوالي خبر یې ورکړی دی.
کیم ویلي، دوی په پوره ځیرکي سره توانیدلي، هیواد ته د کرونا ویروس د ورتګ مخه ډب کړي او په وینا یې چې له همدې کبله یې هیواد له دغې ناروغۍ بریالی راوتلی دی.
جنوبي کوریا ویلي، دوی ددغه تمریناتو آزموینه کوي چې آیا یو پوځي تمرین وه او که یواځې نمایشي حرکات ترسره شوي دي.
د کیم د وینا پر مهال زرګونه سرتیري لیدل کیږي چې په منظم دسپلین سره ولاړ دي او ترڅنګ یې څو بالیستیک توغندي هم ښکاري چې په لیږدوونکو وسایطو کې بار شوي دي.
د شمالي کوریا ولسمشر په خپله ټوله وینا کې د امریکا یادونه نه ده کړې او نه یې هم د هغو مذاکراتو د بیا پیل یا ختمیدو په اړه څه ویلي، چې دواړو هیوادونو تیرکال ترسره کړي وه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button