هېواد ورځپاڼه: افغان سوله د سیمې او نړۍ لپاره مهمه ده

عزم (‌‌‌‌‌یک‌شنبه، ۲۰، تله، ۱۳۹۹ل): هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې پر افغان سوله بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان اهمیت سیمې او نړۍ ته مهم دی او باید هم سیمه او هم نړۍ په افغان سوله کې رغنده ونډه واخلي.

«د افغانستان اهميت د سيمې او نړۍ لپاره له ټولو مهم دی، د سيمې او نړۍ هېوادونه هم په افغانستان کې د سولې او امنيت غوښتونکي دي، چې امنيت او ثبات يې پياوړی شي او د سيمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان له دغه جيوټرانزېټيکي اهميته غوره ګټه پورته کړي. د سيمه ييز امنيت، اقتصادي ودې او همکارۍ لپاره د سولې غوښتنه پراخه شوې او تمه ده، چې دا غوښتنه تحقق ومومي. په دې اړه وخت ناوخت د سيمې او نړۍ هېوادونه خبرې کوي، خو يو شمېر نور هېوادونه شته، چې په لوی لاس د افغانستان د دغه اهميت پر وړاندې خنډونه جوړوي او د سيمې د سوداګرۍ لپاره د افغانستان جيوټرانزېټيک اهميت ګواښي.»

د سرلیکنې له مخې، په افغان سوله کې یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې هېوادونو هم ګټه ده، ځکه افغانستان په داسې موقیعت پروت دی، چې د ډېرو هېوادونو سوداګريزې لارې لنډوي او هم په کانونو کې پانګونه کولی شي. «د بېلګې په توګه پاکستان، ايران او روسيې ته د افغانانو پيغام دا دی، چې د افغانستان له دغه اهميته غوره ګټه پورته کړي، د دغو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره افغانستان ښه ټرانزېټي اهميت لري، پاکستان او ايران منځنۍ اسيا او دغه راز روسيه او مرکزي اسيا نور هېوادونه بيا د افغانستان له لارې له سويلي اسيا سره په اسانه، ارزانه او لنډه لاره خوندي سوداګري کولی شي. سربېره پر دې چې افغانستان تر مځکې لاندې لاس نه خوړلې زېرمې هم لري، نو په کې د پانګونې لپاره ښه موقع شته، چې بايد د سيمې او نړۍ هېوادونه پرې د سالم رقابت تر سيوري لاندې پانګونې وکړي.»

د ورځپاڼې په باور، ټولو ته پکار ده چې د سولې له روان بهیر سمه ګټه واخلي او هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د جګړې پلویان دي، یوه ورځ به دغه جګړه د دوی تر لمنو هم ورسېږي.

«دې ته په کتو سره بايد د افغان سولې او ثبات لپاره د سيمې هغو هېوادونو اجماع هم راټوله کړای شي، چې په افغانستان کې د تپل شوې جګړې په ترڅ کې خپلې ګټې لټوي، خو هغوی ته بايد قناعت ورکړل شي، چې د دې جګړې نه يوازې بدې پايلې د دوی ترلمنې هم د اور لمبې خورولی شي، بلکې بشري جنايت دی، چې يو وخت به يې هرو مرو حساب ورکوي. نو غوره ده، چې د سولې لپاره له اوسني فرصته سمه ګټه پورته کړل شي، ځکه په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات په مانا دي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button