هلمند: طالبانو د ښار ۴مې حوزې په ګډون په زیات شمیر امنیتي مرکزونه نیولي

عزم یکشنبه،۲۰، تله، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې طالبانو نن ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ګرشک او نهرسراج ولسوالیو کې بیساري پرمختګونه کړي او لا هم مخ پر وړاندې روان دي.
ددغه ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، طالبانو د ولایت څلورمه امنیتي حوزه نیولې او دا مهال سیمه کې سختې نښتې روانې دي.
د هلمند د والي ویاند دا ردوي او وایي چې ځواکونو یې له حوزې څخه تکتیکي شاتګ کړی او سیمه یې طالبانو ته پریښې ده.
خو سیمه ییزې سرچینې بیا وایي چې د حوزې د سقوط ترڅنګ د “پارچاوې”په نامه کمربند او ورسره ګڼې امنیتي پوستې هم طالبانو له دولتي عسکرو تصفیه کړې او د “باباجي” په نامه ستراتیژیکه سیمه یې هم نیولې ده.

عزم ته له سیمې تازه رسیدلي راپورونه ښیي چې ددغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ دسپین مسجد کنډک او پوستې په ټولییزه توګه د طالبانو لاسته لویدلې او تر څنګ یې دنادعلي ولسوالۍ د “شنه کلي” له پوستو څخه هم دولتي ځواکونو شاتګ کړی دی.

په همهاله توګه ځایي سرچینې وایي چې طالبانو د مارجې ولسوالۍ د “تریخ ناور” سیمه کې دسرحدیانو کنډک هم نیولی او تر څنګ یې دلښکرګاه له دورراهي څخه بیا تر شندک مانده پورې یې د شهرا کنډک او ګڼې پوستې تر کنترول لاندې راوستلې دي.

آخوا بیا راپورونه وایي چې د همدې ولایت د نهرسراج ولسوالۍ 601نمبر کنډک او اوه نوري پوستې هم د طالبانو لاس ته لویدلې دي.
ویل کیږي چې دا مهال جګړه په چاه انجیر او نورو سیمو کې روانه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button