جعفر هاند د افغان کرېکټ افتخاري سفیر ټاکل شوی

عزم (‌‌‌‌‌دو‌شنبه، ۲۱، تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي، د کرېکټ شنونکی او د امریکا غږ خبریال جعفر هاند یې خپل افتخاري سفیر ټاکلی دی.

له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان کرېکټ بورډ، د هېواد پېژندل شوي خبریال او کرېکټ شنونکي محمد جعفر هاند ته د کرېکټ په ډګر کې د غوره خدمتونو، د کرېکټ د غوره پوښښ، د کرېکټ اړوند څېړنیز راپورونو او نوي اثر لیکلو له امله د افغان کرېکټ د افتخاري سفیر مقام ورکړ.

د خبرپاڼې له مخې، د نوموړي نوی کتاب«درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې، د کرکټ تاریخ» تازه له چاپ راوتلی، چې پکې د افغان کرېکټ د تاریخ، مخینې، خاطرو، لاسته راوړنو او د لوبغاړو ځلېدو ته اشاره شوې ده.

په خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ د مشر له قوله ویل شوي، هر هغه څوک چې د کرېکټ لپاره خدمت کوي، کرېکټ ته خبري پوښښ ورکوي، په اړوند یې څېړنه کوي او پر ځای نیوکې کوي، موږ د دوی کړنې ستایو او مثبتو سپارښتنو ته یې درناوی لرو.

«دا چې ښاغلی جعفر هاند ډېری وخت پر کرېکټ غوره څېړنيز راپورونه لیکي، کرېکټ ته ژور پوښښ ورکوي او په دې وروستیو کې یې د کرېکټ په اړه په زړه پوری او هر اړخیز کتاب هم لیکلی دی؛ د اداري په استازیتوب ورته د افغان کرېکټ د افتخاري سفیر ویاړ ورکوم، ترڅو نوموړی لا ډېر وهڅول شي او افغان کرېکټ ته لا ډېر خدمتونه وکړي.»

نوموړي ویلي، موږ همېشه د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانینو او اصولو ته احترام لرو، هر وخت مو له خپلو درنو خبریالانو او تحقیقي مرکزونو سره د کرېکټ ټول اړوند معلومات شریک کړي چې په دې برخه کې به موږ هر وخت همکاره واوسو.

جعفر هاند له تېرې یوې لسیزې راهیسې د کرېکټ اړوند موضوعاتو باندې تبصرې کوي او کله نا کله په خپله فېسبوک‌پاڼه د کرېکټ بورډ پر اوسنیو مشرانو سختې نیوکې هم کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button