هلمند: طالبانو د بریښنا سب استیشن په هکله رسنیزې شوې ادعاوې رد کړې

عزم دوشنبه،۲۱، تله، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې د هلمند ولایتي شورا او ځینو نورو چارواکو ادعا وکړه چې ګواکې د هلمند د لښکرګاه سب استیشن د خلکو لخوا چور شوی او یوې برخې ته یې طالبانو اور اچولی، طالبانو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هیچا ته به هم اجازه ورنکړي چې دا ډول کار ترسره کړي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د هلمند د بريښنا سب سټيشن ته تیر مازدیګر د ملکي خلکو لخوا لږ زیان رسیدلي وو، خو کله چې مجاهدین سیمې ته ورسیدل، خلک منعه شول او اوس د بريښنا مرکز ژغورل شوی.»
احمدي په دې هکله خپاره شوي خبرونه له حقیقت لرې بللي او ویلي یې دي چې«په دې هکله د دښمنو کړیو پروپاګند چې دا موضوع مجاهدینوته راجع کوي او یا وايي چا اور ورته اچولی حقیقت نه لري.»
بلخوا بیا د هلمند د برښنا رییس وحیدالله علیزي رسنیو ته ویلي، طالبانو ډاډ ورکړی چې هیچا ته به د برق سټيشن د چور کولو او د اسبابو د غلا اجازه نه ورنکړي.

د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالحمید اخندزاده وایي، د برښنا سب سټیشن او نور د عامه ګټې سیمې لکه ښوونځي او پلونه، د جګړې هیڅ لورې پورې اړه نه لري، بلکې دا د افغانستان د خلکو ملکیت دې او باید چې دواړو خواوې یې ساتنه وکړي.

طالبان دا مهال د ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند دي او لا هم د ښار پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button