اوربند…؟

عنایت الله خاموش
خبره د معکوس ذهنیت ده. د اشغال له لومړیو بیا تر هغه پورې چې له امریکا سره د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک کېده؛ اوسني اجیر حکومت، اشغالګرو او نړیوالې ماده پرستې میډیا به زهرجن تبلیغات کول. نه یواځې دا چې د اسلامي امارت اړوند په مثبتو خبرونو یې بندیز لګولی و، بلکې د هغوی د کمزوري ښودلو او یوه کوچني ګروپ معرفي کول یې د خبرونو سر ټکي و. هغه مهال به په تبلیغاتي او جګړه ییزو اعلاناتو کې تل دا خبرونه نشرېدل چې طالب پلانکی ځای حمله وکړه او په شا وتمبول شوه؛ درانه زیانونه ور واوښتل. ها وشول او دا وشول. دوی به همدارنګه له طالب جنګیالیو غوښتل تر څو ورته تسلیم او د دوی و اشغالګرو په مقابل کې له جګړې لاس واخلي.
مګر کله چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د اشغال د خاتمې تړون شوی، د کابل چارواکي او رسنیز ګنډونکي یې ټوله ورځ په دې کار او تبلیغات کوي ترڅو د امریکا په مقابل د افغان ولس جهاد ته بله بڼه ورکړي او داسې وښيي چې اسلامي امارت د اشغالګرو په مقابل کې جهاد نه، بلکې د قدرت د حصول لپاره جګړه کړي. دغه رسنیز ګنډونکي کله یوه موضوع را برسېره کړي او کله بیا بله داسې موضوع را میدان ته او عامه اذهان پرې بوخت کړي چې په ښکاره ډول د کابل د چارواکو وېره او اضطراف په ډاګه کوي.
اوس چې د کابل چارواکي لکه خپل بهرني باداران په هر ډګر کې بایلونکي دي. تازه یې په هیواد کې دننه او بهر ځینې ګروپونه ګمارلي ترڅو اسلامي امارت اوربند ته وهڅوي. دغه ګروپونه کله غونډې جوړوي، کله بېنرونه ځړوي او کله په رسنیزو بحثونو کې پر اوربند ټینګار کوي. د دوی هره دویمه خبره پر اوربند را څرخي.
خو؛ سره له دې چې تر اوسه د بین الافغاني مذاکراتو هیڅ کوم مثبت و منفي اړخ ندی روښانه شوی او اوربند هم د دغه مذاکراتو په پایله کې رامنځته کېدای شي، بیا هم د اوربند غوښتنه کوم پیغام لري؟
حقیقت دا دی چې د کابل ادارې چارواکي او پلویان، لکه څنګه چې دوی فکر کوي، چې له مذاکراتو مخکې د اوربند په رامنځته کېدلو سره به د دوی پله درنه شي او هغه جنګیالي چې د اسلامي امارت تر قیادت لاندي یې د دوی او نړیوالو ترهګرو په مقابل کې جګړه کوله به، له جګړې لاس واخلي او مقابل اړخ به کمزوری شي. بیا چې د مذاکراتو په جریان کې دوی هر شرط وړاندې کاوه، هغوی به یې پرته له چون و چرا ورسره مني.
خو دا باید ټول له ذهن څخه و ایستل شي، چې دلته شل کاله د اشغالګرو او داسې یوې ادارې په وړاندې ولس جګړه کړې، چې بنسټ یې اشغالګرو کړی او تر اوسه لا د هغوی برنامې پلې کوي. دلته د دې شل کلنې جګړې په موده کې زموږ هر څه ته زیات زیانونه اوښتي او له اوسني لوري سره چې اسلامي امارت مذاکرات کوي، ټول اړخونه یې د هیواد په بربادۍ، اشغال او ضعف کې دخیل دي. اسلامي امارت چې ترڅو د دغه ټولو اړخونو ذهنیت بدل نه کړي، له غلامۍ څخه یې منحرف نه کړي او هغه جنګیالي چې د دوی و نړیوالو د امنیت په موخه د خپل ملت په وړاندې جنګېږي اصلاح نه کړي، تر هغې پورې نه اوربند امکان لري او نه به رامنځته شي. اوربند هغه مهال رامنځته کېږي چې متقابل اړخونه یوه تفاهم ته سره ونه رسېږي او نوره د جګړې اړتیا ونه لیدل شي.
نو اوربند هغه مهال امکان لري چې نوره د جګړې اړتیا ونه لیدل شي. دلته نه د پولې پر سر جګړه ده او نه هم پر مادیاتو. بلکې دا جګړه د مفکورو د اختلاف جګړه او تر هغې چې مفکورې سره اتحاد ونه کړي، ظالم په خپل ظلم پښېمانه نشي او د اسلامي و افغاني ارزښتونو د ساتنې بشپړ تضمین ورکړل شوی نه وي؛ تر هغې نه اوربند امکان لري او نه دي یې څوک تمه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button