طالبان: تېره میاشت د حکومت ۱۲۵۲کارکوونکي ورسره یو ځای شوي

عزم (‌‌‌‌‌چهار‌شنبه، ۲۳، تله، ۱۳۹۹ل): د طالبانو له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په تېره سپټمبر میاشت کې د حکومت د بېلابېلو ادارو ۱۲۵۲کارکوونکي ورسره یو ځای شوي او له خپلو پخوانیو دندو لاس په سر شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون په هلو ځلو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بېلابېلو ادارو ۱۲۵۲کارکوونکي له خپلو دندو لاس په سر شوي او د حقایقو په درک کولو سره د دوی ملګري شوي دي.

تسلیم شویو دولتي کارکوونکو طالبانو ته بېلابېلې وسلې، مخابرې، وسایط او ګڼ شمېر مهمات هم سپارلي دي.

دعوت او ارشاد:په سپټمبر کې۱۲۵۲ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یو ځای شوي

«د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شوو هیوادوالو وعده وکړه چي نور به دخپل د دین او وطن دخارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ راز تعلق نه ساتي، د خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، ترڅو لوی خدای جل جلاله ژر تر ژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر، فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیو کرغیړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښي یو سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي د ټول افغانان پرې راټول شي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، تسلیم شویو کارکوونکو د دوی له لوري انعامونه هم ورکړل شوي دي.

نږدې هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه اربکیان، پولیس او د نورو نظامي او ملکي ادارو کارکوونکي له خپلو دندو لاس په سر کېږي او طالبانو سره یو ځای کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button