دفاع وزارت هلمند کې د دوه چورلکو د سقوط خبر تایید کړ

عزم(چهارشنبه، ۲۳ تله ۱۳۹۹): تیره شپه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې هغو دوه چورلکو سقوط وکړ چې یادې ولسوالۍ ته د مرستې لپاره تللې وې.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ”تیره شپه ۱:۱۵ دقیقې د هلمند ولایت په “ناوې” ولسوالۍ کې د هوایي ځواک دوه (MI-17) چورلکو د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی دی.“

اعلامیه کې راغلي چې په یاده پیښه کې ۹ تنه وژل شوي، خو تر دې وړاندې داسې ویل شوي وو چې په یوه الوتکه کې ۱۵ تنه ټپیان سرتیري وو او په دوهمه کې مرستندویه کمانډویان وو چې تول وژل شوي دي.

د یادونې وړ دی چې له تیرو څو ورځو راهیسې په هلمند ولایت کې جګړو زور اخیستی، لسګونه سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي او ګڼه مرګ ژوبله هم اوښتې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: