هرات: طالبانو یو بشپړ کنډک له مهماتو سره یوځای نیولی

عزم(پنجشنبه، ۲۴ تله ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې تیره شپه طالبانو د هرات ولایت د غوریان  ولسوالۍ اړوند د “موسی آباد” په نامه د دولتي ځواکونو یو کنډک نیولی او ګڼ مهمات یې ترې ترلاسه کړي دي.
سیمه کې عیني شاهدان وایي چې طالبانو دا کار د خپلو نفوذي ملګرو په مټ ترسره کړی او یوشمیر عسکرو ته د مرګ ژوبلې ور اوښتو ترڅنګ یې ۱۰ تنه نور عسکر ژوندي هم نیولي او ځینې نورو له سیمې تکتیکي شاتګ کړی دی.

د طالبانو یوې سرچینې عزم ته تائید کړه چې په دغه کنډک کې یې ۶۰ میله کلاشینکوف، ۵ پیکا وي، ۳ دهشکې، ۲ لینجر، ۲ زغروال ټانګونه، ۴پوځي موټرسیکلونه، ۲۰ میله توفنګچې هم ترلاسه کړې او ځینو وسایطو ته یې چې د انتقال وړ نه وه، اور ور اچولی دی.
تر اوسه طالبانو او دولتي چارواکو د پیښې په تړاو رسما څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه په میدان وردګو او زابل ولایتونو کې هم دولتي سرتیرو ته د طالبانو په بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button