بغلان: پخوانۍ جګړه ماره او د پاڅوانوالو مشره’قوماندانه کفتر’ طالبانو ته تسلیم شوې

عزم(پنجشنبه، ۲۴ تله ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې طالبانو ته د ورتلونکو دولتي قواوو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، تازه راپورونه وایي چې دبغلان په نهرین ولسوالۍ کې مشهوره جنګیالۍ قومندانه “کفتر” هم له ۱۰ نورو ملګروسره يو ځای طالبانو ته تسلیم شوې ده.
دغه میرمن چې د روس ضد جګړو کې یې هم برخه اخیستې، دامهال د یادې ولسوالۍ په “سجان دره”سیمه کې اوسیدله او د اربکیانو “پاڅونوالو”په لیکو کې یې خپلې منظمې ملیشې درلودلې.
په دې وروستیو کې له نوموړې سره له دې امله د نورو عسکرو په څیر د مهماتو او تنخوا ورکولو بهیر کې ټګي برګي پیل شوې وه؛ چې ګواکې په ډاګه یې اشرف غني او عبدالله باندې نیوکې کولې.
ویل کیږي چې یادې قوماندانې د یوې پیکا او یوه راکیټ په ګډون لس۱۰ میله وسلې هم تر طالبانو رسولې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د نوموړې د یوځای کیدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې«‏‎ نن د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ سجانو سیمه کې د (کفتر) په نامه ښځینه قومندانه چې د دښمن لخوا تیر ایستل شوې وه او ظاهرا د اسلامي امارت د مجاهدینو په مقابل کې ولاړه وه، له خپلو افرادو سره او وسلو سره یوځای مجاهدینو ته راغله.
د دعوت او ارشاد مسئولینو یې هرکلی وکړ.»

 

د یادونې وړ ده چې په تیرو څو ورځو کې په لسګونو تنه دولتي منسوبین په بیلابیلو ولایتونو کې طالبانو ته ورغلي او د هغوی لخوا په مکافاتو نازول شوي دي.
باید وویل شي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې طالبانو پر دولتي ځواکونو د محاصرې کړۍ تنګه کړې خو د تسلیمي یا وسلې ایښوودنې لار یې ورته پرانیستې پریښې

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button