د أموي خلافت یو اتل چې بعضو أهل العلم ورته خالد بن الولید ویل!

 

د اسلام زمري او د رسول صلی الله علیه وسلم یو غیرتي أمتي تر پنځوس کاله زیات د اسلام لپاره أو د اعلاء کلمة الله لپاره أسلحه وګرځوله، خپله نیزه أو توره یي تیره وساتله، د جهاد په فریضي سره یي و رب العالمین ته ځان نیږدي کاوه.

دې أتل ته د خپل عصر علماؤ خالد بن الولید ویلی ځکه چي په شجاعت أو میړاني کي یي د هغه سره مشابهت او ورته والی درلود.

لوی مؤرخ أو مفسر حافظ بن کثیر د هغه په هکله فرمایي ( كانت له غزوات متتالية ، و قد أفتتح حصونا و قلاعا ، وكان في زمانه في الغزوات نظير خالد بن الوليد في أيامه ) پر لپسي غزاوې یي کړې وي ، د کفارو لویي قلاګانې یي فتحه کړي وي ، په غزاؤ کي د خالد بن الولید نظیر أو مثل وو.

یو څو غزاوې أو فتوحات یي:

په (۸۷هج) کي یي د روم سره غزاء وکړه ، یزید بن جبیر ورسره وو ، دا چي د رومیانو شمیر ډیر وو نو ځکه یي له هغوی څخه ډیر کسان ووژل ، الله تعالی یي پر لاس ډیري قلاوې فتح کړي.

په (۸۹هج) کي یي بیا د روم سره غزاء وکړه ، د سوریه په نوم کلاه یي فتح کړه ، بیا د عموریه په نوم کلاه ته ور روان سو ، هلته ډیر شمیر کفار وه مګر د رب تعالی په نصرت سره یي و هغوی ټولو ته شکست ورکړ ، او د هرقلة په نوم کلاه یي فتح کړه.

په همدي کال کي یي بیا د تركانو سره غزاء وکړه تر څو چي د أذربایجان له لاري یي د ترکانو ډیر ښارونه او کلاوې فتح کړي.

په (۹۶هج) کي یي قسطنطنیه محاصره کړه أو د عوف په نامه کلاه یي فتح کړه.

په (۱۰۹هج) کي یي بیا په بلادالسند کي غزاوې وکړي ، تر څو رب تعالی ورته ډیر ستر فتوحات ورنصیب کړل ، د هند کبیر او سند أکثره برخه د مسلمانانو تر واک لاندي سوه.

خلاصه داچي د عمر ټوله حصه یي تقریبا په جهاد أو غزاوو کي تیره شوه ، وروسته تر نیمي پیړۍ جهاد أو غزاوو دا د اسلام زمری په (۱۲۱هج) کي د خپل رب عزوجل و لقاء ته ستون شو.

پوهیږئ چي دا څوک وو ؟ دا د یوي غریبي کورنۍ غړی نه وو چي ژوند یي په ستړیاوو کي تیر سو ، بلکي دا د خپل وخت د یوي لویي اسلامي امپراطورۍ د خلیفة المسلمین ځوی وو ، د شاهي خاندان غړی وو ، پر ځای ددي چي د شاهۍ په مرفه ژوند کي یي د دنیاء له لذائذو خوند أخیستی وای ده خپل عمر په جهاد او سنګر کي تیر کړ ، دا أتل مسلمة بن عبدالملك بن مروان وو.

عبدالرحمن محمود

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button