دریو افغان سیاستوالو له طالبانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې

عزم(شنبه، ۲۶تله ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې پرون ماخوستن یې دسیاسي دفتر د افغانانو سره داړیکو د څانګې مشر شیخ شهاب الدین دلاور له خپل پلاوي سره یوځای له بهر میشتو افغانانو سره د خبرو د لړۍ په دوام له څو تنو مطرحو افغان سیاسي څیرو سره د هیواد پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
په دغه ویډیوکنفرانس کې چې ډاکتر عبدالستار سیرت، زرغون شاه شینواری او انجنیر احمد شاه ګډون درلود، پر مهال یې د افغانستان پر سوله او روان وضعیت خبرې شوې دي. «دواړه لوري دهېواد په روان وضعیت او د سولې د پروسې په هکله وغږیدل.»
طالب ویاند ویلي، يادو افغانانو د دوحې دتوافقنامې په رڼا کې د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل ټینګار وکړ او «ویې ویل چې افغان ولس د هیواد د خپلواکۍ لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې.اوس ددې وخت راغلی چې د شته فرصت نه په استفادې افغانان باید خپل مسایل د ځنډ نه پرته پخپله حل کړي.»

نوموړی زیاتوي، چې د کنفرانس په پای کې د دوی له لوري شیخ دلاور یادو کسانو ته اطمئنان وركړ چې دوی به بهر میشتو او د هیواد دننه افغانانو سره خپل تماس او مشورو ته دوام ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button