فراه: له زندانه د آزاد شوي بندي کور باندې چاپه کې؛ بندي او د کورنۍ ۱۲تنه غړي یې وژل شوي

عزم(شنبه، ۲۶تله ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې تیر شپه ناوخته دفراه ولایت د مرکزاړوند سیمه کې ګډو ځواکونو له زندانه د یوه آزاد شوي بندي پر کور چاپه وهلې او د نوموړي په ګډون یې د کورنۍ ګڼو غړو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.
خبري منابع وایي چې د محمد قاسم په نامه دغه بندي څه موده وړاندې له بګرام زندانه را آزاد شوی وه او عادي ژوند یې ترسره کاوو، چې تیره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند “کوره ګز” سیمه کې یې پر کور چاپه وهل شوې او ځای پر ځای شهید شوی دی.
ځایي خلک وایي، تر چاپې وروسته امریکایي بې پیلوټه الوتکو هم پر یاد کور بمباري کړې چې په ترڅ کې یې ۱۲تنه اولسي خلک چی میرمنې اوماشومان هم په کې شامل وه په شهادت رسیدلي او ګڼ مالي زیانونه یې هم ور اړولي دي.
دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې دولتي چارواکو په همهاله توګه یوځل بیا ویلي چې آزاد شوي طالب بندیان د جګړې ډګر ته ورګرځیدلي دي.
د پیښو څارونکي وایي چې پر آزادو شویو بندیانودا ډول حملې کولای شي په لوی لاس هغوی دې ته وهڅوي تر څو یوځل بیا د جګړو کرښو ته ورشي او د حکومت او ملاتړو پرضد یې جګړه ګرمه وساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: