صادق خان وایي افغانانو ته یې ۱۹زره وړیا ویزې ورکړی خو افغانان ویي سلګونه ډالر اخلي

عزم(شنبه، ۲۶ تله ۱۳۹۹): د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، صادق خان وايي، په تیرو پنځو ورځو کې یې ۱۹زره افغانانو ته ویزې ورکړي.
هغه په خپل ټویټر لیکلي چې د افغانانو لپاره د ویزې د ورکړې نوې کړنلاره عملي شوې چې له مخې به یې اوږد مهالې ویزې ورکول کېږي.
نوموړی داسې مهال یواځې په پنځو ورځو کې د ۱۹زره ویزو د وړیا ورکړې خبر ورکوي چې د تیر په څیر اوس هم افغانان د سلګونه ډالرو اخیستلو شکایتونه کوي.
د نسیم په نوم یو افغان عزم ته ویلی چې درې ورځې په قطار کې ولاړ وم د ویزې اخیستلو نمبر رانغلو، اخر مې ۷زره افغانۍ ورکړې بیا یې یواځې سفارت ته دننه کړم.
د اکرم په نوم یو بل تن ورته ویلي چې دوه سوه ډالر مې ورکړل ویزه مې واخیستله په وړیا یې میاشت کې هم نشې اخیستلی.
د یادونې وړ دی چې تر دې وړاندې هم څو څو ځله دا ډول شکایتونه شوي، خو نه افغان چارواکو او نه یې پاکستانی اړخ په مخه نیولو توانیدلي.