د افغانستان ـ ازبکستان ترمنځ تړل شوې پوله پرانیستل شوه

عزم (‌‌‌‌‌شنبه، ۲۶، تله، ۱۳۹۹ل): د بلخ ځايي چارواکي وايي، د افغانستان ـ ازبکستان ترمنځ تړل شوې پوله د دواړه لوریو د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي، د کرونا وبا له امله دغه پوله له تېرو څو میاشتو راهیسې تړل شوې وه، چې نن یو ځل بیا پرانیستل شوه.

د فرهاد په خبره، اوس‌مهال یوازې هغه خلک پر دغه پوله تګ راتګ کولی شي، چې پاسپورټ ولري او هم د کرونا کومې نښې ونه لري.

دی وايي، په حیرتان بندر کې ازبکستان ته ټول اوښتونکي مسافر معاینه کېږي او د کرونا د پایلې له معلومولو ورسره ورته د تګ اجازه ورکول کېږي.

د کرونا له امله افغان حکومت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې تړلې وې، خو اوس‌مهال له ګڼو هېوادونو سره تګ راتګ پیل شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button